کندهاروالي:د معارف د اصلاح او پیاوړتیا لپاره دهېڅ مرستندویه ادارې بې پروايي راته دمنلو وړ نه ده

دغه څرګندوني کندهاروالي حیات الله حیات د شنبې په ورځ ولایت مقام کي د ودان مؤسسې مسؤلینو سره په لیدنه کي وکړي.

د لیدني په پیل کي د ودان مؤسسې سیمه ‌ییز مسؤل صدیق احمد رومان د پوهني په برخه کي د خپلو ترسره سویو فعالیتونو، لاسته راوړنو او د ظرفیت لوړوني پروګرام د تطبیق په اړه کندهار والي سره معلومات شریک کړل.

په ليدنه کي ديادي موسيسې مشر وويل، له تېرو دوو کلونو راهیسې د پوهني وزارت په همغږۍ د پوهني ریاست، مدني ټولنو، خلکو، ولسوالۍ شوراګانو، قومي مشرانو او ځوانانو په مرسته د ښار تر څنګ په یو شمېر ولسوالیو کي د معارف د پياوړتیا، اصلاح او بندو ښوونځیو د خلاصېدو په موخه فعالیتونه کوي.

هغه وویل، په ښار کي یې د پوهني د نظارت کمېټه او هره ولسوالۍ کي ۴۲ مبلغین ګمارلي، چي ۵۰۰۰ تنو ته یې د عامه پوهاوي ترڅنګ د معارف لپاره عدالت غوښتنه کړې ده.

د ودان مؤسسې مسؤلینو کندهار والي سره د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه هم معلومات شریک کړل او ولایتي ادارې څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

کندهار والي حیات الله حیات مننه وکړه او خوښي یې وښوده، چي د دولتي ادارو ترڅنګ مرستندیه ادارې هم د پوهني د پیاوړتیا او اصلاح لپاره کار کوي.

ښاغلي حیات د پوهني لپاره د دولتي او نادولتي ادارو د فعالیتونو پر همغږۍ د ټینګار ترڅنګ وویل، مرستندویه ادارې دې د پوهني په برخه کي لومړیتوبونه په ګوته او د عامه پوهاوي ترڅنګ دې د بندو ښوونځیو په خلاصېدو، د معیارونو په پلي کېدو او د اصلاحي اقداماتو په عملي کولو کي ولایتي ادارې سره همکاري وکړي.

ښاغلي حیات دې ته په اشارې چي په تېر کي د معارف لپاره اساسي کار سوی نه دی وویل، د معارف په برخه کي د هېڅ مرستندیه ادارې او دولتي مسؤلینو بې پروايي راته د منلو وړ نه ده.

کندهار والي پر مرستندویه ادارو غږ وکړ، چي د معارف په برخه کي خپل فعالیتونه د ښار او ښار ته نږدې ولسوالیو ترڅنګ لیري پرتو سیمو او ولسوالیو ته هم وغځوي، څو د معارف ډېوه په هره سیمه کي بله او ناپوهوي سره قلمي مبارزه سوې وي.

د لیدني په پای کي کندهار والي مرستندویه ادارو ته د معارف د اصلاح او پیاوړتیا په برخه کي د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

2592 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د دوست هيواد هندوستان دجمهوريت ۷۱ کليزه ولمانځل سوه

ديکشنبې په ورځ په کندهارکي د دوست هيواد هندوستان قونسلګرۍ ددغه هيواد دجمهوريت د۷۱ کليزي ...