هلمند کي پر ۵۰۰ نارینه او ښځینه کرونده ګرو کرنیز وسایل ووېشل سوه

د هلمند د کرني ریاست وايي: دا هغه مخکښ کرونده ګر دي، چي په ټولو رونیزو پروسو کي یې ونډه اخیستې، او خپل فعالیتونه يي له کرني ریاست سره شریک کړي دي.

هلمند کي د کرني ریاست پر۵۰۰ نارینه او ښځينه کرونده ګرو د کرنې د برخي هغه وسایل ووېشل سوه، چي د ریاست په وینا عصري او د کښتونو د روزني لپاره خورا اړین وه.

د کرني رئیس زلمی الکو وايي: دا مرسته دبدیل معیشت پروګرام له اړخه هغو کرونده ګرو سره کیږي، چي وخت په وخت يې خپل فعالیتونه د کرني د ترویج ادارې سره شریک کړي دي.

د الکو په وینا له دې مرستو موخه د کرونده ګرو د اړتیا پوره کول او کرنیزو چارو ته وده ورکول دي.

د وېش په دې پروسه کي دېرش سلنه يي ښځي وې، چي د کرني ریاست د چارواکو په وینا دا ښځینه کرونده ګر پخپلو کورونو کي کوچنۍ باغچې او کرنیزي مځکي لري، چي دلته يې روزنه ترلاسه کړې ده.

کرونده ګر وايي: ترلاسه سوي وسایل به له دوی سره مرسته وکړي، چي خپلي چاري نوري هم منظمي او په ښه توګه ترسره کړي.

د یادوني وړده چي هلمند کي پراخي کرنیزي مځکي سته، چي لا هم ډیری کرونده ګر د کرني ریاست مرستو او همکاریو ته اړتیا لري، چي باید د کرني ریاست تر ټولو کرونده ګرو او مځکوالو رسیدګي وکړي.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

1068 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د صفوان ملي مدني سازمان غړي کندهار ته د ملي یووالي پیغام سره راغلل

د چهارشنبې په ورځ سهار د ټول هیواد څخه د صفوان ملي مدني سازمان مشرتابه ...