ننګرهارکي په لسګونه ځوانانو او مدني فعالانو د افغانيو دتر ويج لپاره کمپاين تر سره کړ

ځوانانوله ولايتي چارواکو، هټيوالو، سوداګرو او پلورونکوغوښتنه کول، چي په بازارونو کي  د بهرنيو اسعارو د چلښت په مخنيوي کي دي کوټلي ګامونه واخلي.

افغانۍ، چي د افغانانو ملي هويت دی، د ختيځ يو شمېر ولايتونو سربيره په ننګرهارکي ئې هم چلښت په نشت حساب دی.

د ننګرهار يو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو په ښارکي د افغانيو د ترويج لپاره کمپاين تر سره کړ او له ولايتي چارواکو، هټيوالو، سوداګرو او پلورونکو ئې غوښتنه وکړه، چي د بهرنيو اسعارو د چلښت په مخنيوي کي دي کوټلي ګامونه واخلي.

د اطلاعاتو اوکلتور رئيس رحيم الله خوږياڼي وويل: افغانۍ زموږ ملي هويت دی څوک، چي په راکړه ورکړه کي افغانۍ نه کاروي خپل هويت تر پښو لاندي کوي.

د هغه په وينا موږ به دا ځل هڅه کوو، چي د ولايتي چارواکو سره په همغږۍ د افغانيو په رواجولو کي پريکنده ګامونه واخلو.

له دي  وړاندي هم د افغانيو د ترويج لپاره پراخ کمپاينونه تر سره سوي خو تازه د ننګرهار ولايتي چارواکو ژمنه کړې، چي د ننګرهار ولايت بېلابيل قشر اوسېدونکو سره د ليدونو وروسته به په بازارونو کي د بهرنيو اسعارو د چلښت پر ځای د افغانيو په ترويج کي غوڅ دريځ خپل کړي.

خبریال: خان ګل امرخيل

723 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د صفوان ملي مدني سازمان غړي کندهار ته د ملي یووالي پیغام سره راغلل

د چهارشنبې په ورځ سهار د ټول هیواد څخه د صفوان ملي مدني سازمان مشرتابه ...