د ۲۰۱۹ کال نوبل جایزې ووشل سوې

د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د نوبل جایزې مراسم د سویډن په استکهلم ښار کې ترسره شول، او ګټونکو یې خپلو جایزې ترلاسه کړې.

په دې مراسمو کې د ادبیاتو، فزیک، کیمیا، طب او اقتصاد برخې ګټونکو حضور درلود چې سویډن د پادشاه او ملکې پر وړاندې یې خپلې ویناوې وړاندې کړې.

سږ کال د ادبیاتو جایزه، اتریشي پيتر هندکه، د فزیک جایزه، دریو کاناډايي او سویسي پوهانو، د کیمیا هم سټنلي وایینګهام، استر دوفلور د اقتصاد په برخه کې جایزه واخیسته.

سږ کال د جایزو ډېرو اخیستونکو ټینګار کړی چې د جایزې په ترلاسه کولو کې یې خلکو ونډه درلوده، ځکه له دوی یې انګېزه اخیستې.

د اقتصاد جایزې اخیستونکي ويلي دي چې د دغې جایزې پیسې په د اقتصادي پراختیا څېړنو صندوق ته وسپاري.

538 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د صفوان ملي مدني سازمان غړي کندهار ته د ملي یووالي پیغام سره راغلل

د چهارشنبې په ورځ سهار د ټول هیواد څخه د صفوان ملي مدني سازمان مشرتابه ...