د کندهار د اقتصادي پراختيا لپاره د پانګوني د جذب لویه غونډه جوړه سول

غونډه، چي د پنجشنبې په ورځ په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، پکښي والي حيات الله حيات، د ولايت مقام د ټولنيزو چارو مرستيال، د ولايتي شورا غړو، له مرکز کابل څخه راغلي د هوائي ډګرونو د اقتصادي پراختيا د دارالانشا رئيس، د کندهار د ځينو سکتوري ادارو رئيسانو، ګڼ شمېر سوداګرو، پانګوالو، ځوانانو اوښځينو ګډون کړی وو.

په غونډه کي سوداګرو په کندهارکي د پانګوني اچوني ژمنه وکړه.

د کندهار د اقتصادي پراختيا لپاره د پانګوني د جذب کنفرانس ته لومړی کندهار والي حيات الله حيات خبري وکړې او زياته يې کړه،چي دهيواد د اقتصادي خپلواکۍ لپاره اړتيا ده د زراعت، صنعت او ځينو نورو برخو کي جدي کار وکړو او له اقتصادي اړخه په ځان بسيا سوو.

کندهار والي وویل، چي موږ بايد د وارداتو او صادراتو ترمنځ توازن په پام کي ونيسو او په کور دننه پانګوالو ته زمينه برابره کړو، چي پانګونه وکړي او د خپل منتخب دولت سره په ګډه د هيواد د اقتصادي غوړېدا سره مرسته وکړي.

له مرکز کابل څخه راغلي د هيواد د هوائي ډګرونو د اقتصادي پراختيا د دارالنشا رئيس نصرالله صاحبزاده بيا وویل، جمهوررئیس محمد اشرف غني غواړي، چي کندهار په يوه اقتصادي زون بدل کړي.

هغه وویل، ډېری سوداګر او پانګوال لېوال دي، چي په کندهار کي پانګونه وکړي.

ده وویل، چي د سوداګرو د ميليونونو ډالرو پانګونه به مرسته وکړي، چي دلوی کندهار زرګونه ځوانانو ته د کار زمينه برابره سي.

په غونډه کي د کندهار د سوداګرۍ خوني د رئيس حاجي نصرالله زهير په ګډون ځينو پانګوالو او ځوانانو هم خبري وکړې.

نصرالله زهير وویل، چي د کندهار سوداګر او پانګوال غواړي اوس دستي د سيمنټو، زراعت او برېښنا په برخو کي پانګونه وکړي، چي په وينا يې بايد دولت ورته زمنيه برابره کړي او فرصتونه ورته برابر کړي.

د غونډي په دوهمه برخه کي کندهار والي او له کابل څخه راغلي پلاوي کنفرانس هم ورکړ او پرمهال يې د غونډي د ګډونوالو او خبريالانو ځينو پوښتونو ته جوابونه هم وویل.

کندهار والي وویل، چي په ټوله کي به دغه غونډه پانګوال وهڅوي پانګونه وکړي او د کندهار د اقتصادي غوړېدا سره مرسته وکړي.

د هوائي ډګرونو د اقتصادي پراختيا د دارالنشا رئيس بيا وویل، چي اوس مهال کندهاري پانګوال لېوال دي په دې ولايتي کي له ۲۰۰ تر ۲۵۰ ميليونه ډالرو پوري پانګونه وکړي.

تر غونډي وروسته پرېکړه ليک هم ولوستل سوو او دغه راز د هغو پانګوالو له لوري کندهار والي او راغلي پلاوي ته د پانګوني ژمن ليکونه هم وسپار سول، چي غواړي د کندهار د اقتصادي پراختيا لپاره په بيلابيلو برخو کي پانګونه وکړي.

خبریال: رحيم الله رحيمي

5862 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د صفوان ملي مدني سازمان غړي کندهار ته د ملي یووالي پیغام سره راغلل

د چهارشنبې په ورځ سهار د ټول هیواد څخه د صفوان ملي مدني سازمان مشرتابه ...