دسپين بولدک ولسوالۍ سوداګرو دکندهاروالي سره دخپلو صادراتو او وارداتو په اړه ستونزي شريکي کړې

کندهار والي حيات الله حيات د پنج شنبې په ورځ تر غرمې وروسته ولايت مقام کي د سپين‌بولدک ولسوالۍ د سوداګرو د اتحاديې د مشرانو سره ليدنه کي لومړي د سپين بولدک ولسوالۍ د سوداګرو اتحاديې مشرانو په ملي او سيمه‌ييزه کچه د صادراتو او وارداتو په برخه کي خپلي ستونزي شريکي او د اسانتياوو د رامنځته کېدو غوښتنه ئې وکړه.

دوئ د سوداګرو امنيت خوندي کول، د مالونو د خوندي کولو لپاره مناسب ځايونه جوړول، د وېزې په برخه کي د لا اسانتياوو رامنځته کول او په ګمرکي خدمتونو کي چټکتيا رامنځته کول خپلي اساسي غوښتني يادي کړې او د ولايتي ادارې څخه يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

کندهار والي حيات الله حيات د سوداګرو د ستونزو تر اورېدو وروسته وويل د هېواد اقتصادي پرمختګ په پراخو سوداګريزو فعاليتونو پورې اړه لري او په خبره يې ولايتي اداره هڅه کوي، څو سوداګرو ته د سوداګريزو اسانتياوو ترڅنګ هغوي ته ډاډمن امنيتي چاپيريال برابر کړي.

ښاغلي حيات همدارنګه سوداګرو څخه غوښتنه وکړه، چي د کلدارو پر ځاي د افغانيو د ترويج لپاره هڅي وکړي ځکه افغانۍ زموږ ملي هويت دي.

1849 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د صفوان ملي مدني سازمان غړي کندهار ته د ملي یووالي پیغام سره راغلل

د چهارشنبې په ورځ سهار د ټول هیواد څخه د صفوان ملي مدني سازمان مشرتابه ...