خلګ:که چیري د امنیتي ځواکونو او ولس ترمنځ همږغۍ زیاته سي دجرمونو کچه به را ټیټه سي

د کندهار اوسېدونکي د لوړ رتبه امنیتي مسؤلینو څخه غوښتنه کوي او وايي هغه کسان، چي په خپلو دندو کي پیاوړي وي باید وستایل سي او هغه، چي وظيفوي غفلت کوي باید مجازات سي.

د کندهارامنیه قوماندانۍ مسؤلین بیا وايي د ولس او امنیتي ځواکونو د همږغۍ د زیاتوالي لپاره یې هڅي پیل کړي دي او تر ډېره ئې نتجه هم مثبته ده.

د کندهار امنیه قوماندانۍ مسؤلينو د ولس او امنیتي ځواکونو تر منځ د فاصلې د له منځه وړلو په موخه ولسي مجلسونو زیات کړي، چي پر مهال یې دخلګو غوښتني او ستونزي اورېدل کیږي.

د دغه ناستو په دوام د پنج شنبې په ورځ په پنځلسمه امنیتي حوزه کي ولسي غونډه جوړه سوه، چي پر مهال یې خلګو د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو فعالیتونو وستایل او هیله ئې و ښوده څو د امنیتي ځواکونو تر منځ همږغي لا هم پیاوړې سي او موجوده فاصله له منځه ولاړه سي.

هغوئ وویل که چیري د خلګو او امنیتي ځواکونو ترمنځ فاصله راکمه سي د جرمنو په کچه به هم ټېټوالی راسي.

یادو کسانو د امنیتي ځواکونو په لیکو کي د مجازاتو او مکافاتو غوښتنه وکړه.

دغه راز د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي وویل د امنیتي ځواکونو په منځ کي مجازات او مکافات یو اصل دی، چي کندهار امنیه قومنداني مراعت کړی دی.

هغه وايي د خلګو سره مجلسونو مثبتي پایلي ورکړي، چي ورځ تر بلي جرمونه راکميږي او د ولس او امنيتي ځواکونو ترمنځ فاصله هم له منځه ځي.

د کندهار اوسېدونکي غوښتنه کوي چي پولیس دي په خپل چلند کي لا هم نرمښت راولي، ترڅو د ولس باور نور هم زيات سي او په زړونو کي ئې ځانګړی ځای پيدا کړي.

خبریال: احمدشاه شاداب

664 ټول کتل سوی شمېر 9 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د صفوان ملي مدني سازمان غړي کندهار ته د ملي یووالي پیغام سره راغلل

د چهارشنبې په ورځ سهار د ټول هیواد څخه د صفوان ملي مدني سازمان مشرتابه ...