اداري مجلس کي دځنګلونو وهلومخنیوي په اړه ملکي او نظامي ادارو ته جدي سپارښتنه وسوه

د پنج شنبې په ورځ ولایت مقام کي د کندهار والي حیات الله حیات په مشري اوونیزه اداري غونډه ترسره سوه، چي پر مهال یې د ولایت مقام مرستیالانو، د ستندرد ملي ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمدموسی علمي، د ولایتي شورا مرستیال او د ټولو دولتي ادارو رئيسانو او استازو ګډون کړی وو.

په پیل کي کندهار والي حیات الله حیات بلیجیم هېواد ته د خپل وروستي رسمي سفر په اړه معلومات وړاندي کړل، هغه وويل په دغه کنفرانس کي چي د ۲۴ هېوادونو استازو ګډون پکښي کړی وو د داخلي بېځایه سویو د ستونزو د حل لپاره پر جامع تګلارو بحث او د نظر تبادله وسول.

ښاغلي حیات زیاته کړه د یاد سیمینار د پرېکړي په اساس به مرستندویه داخلي او خارجي مؤسسې او دولت په ګډه د داخلي بېځایه سویو د لاسنیوي لپاره هڅي کوي.

کندهار والي د خپلو خبرو په دوام په دې ولایت کي د ستندرد ملي ادارې او د کرهڼي او مالدارۍ خوني د پرانیستو په اړه د ګډونوالو سره معلومات شریک او د دغو ادارو نوي ټاکل سوي مسؤلین یې برخوالو ته وروپېژندل.

ورپسې له اجنډا سره سم د کرهڼي او مالدارۍ رئيس سید حفیظ الله سیدي د طبعي ځنګلولو د وهلو اندېښنه شریکه او د مخنیوي غوښتنه یې وکړه.

هغه وویل لا هم په ډنډ، سپین بولدک، ریګستان، پنجوايي او تخته ‌پل ولسوالیو کي طبیعي ځنګلونه په ناقانوني توګه وهل کېږي، چي له امله یې ځمکه له تخریب سره مخ او د چاپیریال ښکلا یې له منځه وړې ده.

د یادي موضوع په اړه د اداري مجلس د رهبرۍ له لوري امنیتي ارګانونو ته سپارښتنه وسوه، چي اړوندو ادارو سره د طبعي ځنګلولو د وهلو مخنیوي په برخه کي همکاري وکړي، همدارنګه ډاد وړاندي سو، چي ولسوالانو ته به هم په دې اړه جدي سپارښتنه وسي، څو د طبعي ځنګلونو د وهلو مخنیوي وسي. .

په اداري غونډه کي د ستندرد ملي ادارې عمومي رئيس ډاکټر موسی علمي د ستندرد ملي ادارې، د دې ادارې پر مسؤلیتونو او مکلفیتونو خبرې وکړې هغه په کندهار کي د دغي ادارې پر پرانیستو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چي دغه اداره به د تولیداتو په معیاري کولو او د صادراتو په کیفیت لوړولو کي مهم رول ولوبوي.

د اداري مجلس په پای کي کندهار والي د ټولو ادارو مسؤلینو ته وویل، چي په پوره غور او خپلواکۍ خپلي چاري ترسره او له ځنډ پرته د ولسونو ستونزو ته رسیده‌ګي وکړي.

خبریال: نثار احمد احمدي

624 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د صفوان ملي مدني سازمان غړي کندهار ته د ملي یووالي پیغام سره راغلل

د چهارشنبې په ورځ سهار د ټول هیواد څخه د صفوان ملي مدني سازمان مشرتابه ...