کندهارکي د خبریالانو حقوقي او امنیتي ستونزو ته رسید ګي سوې

د شنبې په ورځ د افغانستان د خبریالانو دمرکز مشر احمد قریشي د خبریالانو د مصؤنیت په اړه د مرستیال والي عبدالحنان منیب سره پر داسي مهال وکتل، چي د ولایتي شورا رئیس حاجي سيدجان خاکرېزوال او د خبریالانو د مصؤنیت کمېټې غړو هم ګډون کړی وو.

په پیل کي د افغانستان د خبریالانو دمرکز مشر احمد قریشي وویل، تر دې مهاله په ټول هېواد کي ۱۱۱ خبریالان وژل سوي، چي ۹ تنه یې هلمند او ۷ تنه یې د کندهار په شمول نورو ولايتونو کي دي.

هغه زياته کړه، چي تر څلورو نورو ولایتونو راورسته یې په کندهار کي هم د خبریالانو د فزیکي خوندیتوب په موخه درې ورځنی ورکشاپ جوړ کړ، څو د امنیتي پېښو، چاودنو او خطرونو پر مهال خبریالان د ځانه ساتنه وکړي.

نوموړي د خبریالانو د فزیکي امنیت پر خوندیتوب د ټینګار ترڅنګ وویل، علما، متنفذین او مدني ټولني باید د خبریالانو د رواني خوندیتوب په برخه کي خپل مسؤلیت ادا کړي او ټولنه کي دا واضع کړي، چي خبریال بې طرفه دي.

په غونډه کي د ازادو خبریالانو ملاتړ ادارې (نی) سیمه ‌ییز مسؤل عبدالسمېع غیرتمل معلوماتو ته د لاسرسي قانون د لا ښه عملي کېدو غوښتنه وکړه او په یاده برخه کي يې وړاندیز وکړ، چي راغلی پلاوی دي د دولتي ادارو د ویاندویانو سره هم وګوري تر څو معلوماتو ته لاسرسی لا هم ډیر سي.

د کندهار د ازدو خبریالانو مرکز استازي جان محمد صالح د خبریالانو مسلکیتوب ته په اشارې سره وویل، مسلکي چلن د خبریالانو د ځان ‌ژغورني اساسي لامل دی او باید په یاده برخه کي ځانګړې توجو وسي.

مرستیال والي عبدالحنان منیب د خپلو خبرو پر مهال وویل، د خبریالانو د مصؤنیت کمېټې نوبتي غونډو په مرسته د خبریالانو حقوقي او امنیتي ستونزو ته رسید‌ګي سوې ده او دا مهال د امنیتي او حقوقي خوندیتوب ترڅنګ معلوماتو ته لاسرسی ډیر سوي دي.

ښاغلي منیب د خبریالانو مسلکیتوب لپاره د ورکشاپونو پر جوړول د ټینګار ترڅنګ وویل، د رسنیو او خبریالانو د اقتصاد پیاوړتیا لپاره باید کار وسي، تر څو د بیان ازادي پیاوړي وساتل سي.

مرستیال والي عبدالحنان منیب د خبریالانو د ظرفیت لوړوني او اقتصادي پیاړتیا په برخه کي د افغانستان د خبریالانو مرکز څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه او په یاده برخه کي د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

دکندهار دولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال هم خبرو کي د خبريالانو د ژوند خونديتوب باندي ټينګار وکړ.

هغه وويل، خبريالان ددولت او خلګو تر منځ د پُله حيثيت، او د هغوی سره بايد مرسته وسي، ترڅو ولس د دولت د کړنو څخه باخبره وساتي.

1252 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د دوست هيواد هندوستان دجمهوريت ۷۱ کليزه ولمانځل سوه

ديکشنبې په ورځ په کندهارکي د دوست هيواد هندوستان قونسلګرۍ ددغه هيواد دجمهوريت د۷۱ کليزي ...