ننګرهارکي دښځواوماشومانوپه ګډون ۱۸۰ تنه داعش وسله وال حکومت ته تسليم سول

ولايتي چارواکي وايي، په تسليم سويو کسانو کي دوه اويا تنه پاکستانيان ،دوه ترکان، دېرش ښځي او شپږ پنځوس ماشومان شامل دي.

د چارواکو په خبره پدې سره د تسليم سويو داعش وسله والو شمير تر څوارلس نيم سوو ورسيدی.

بل خوا ديني عالمان او قومي مخور له وسله والو ډلو غواړي، چي نور له افغان وژني لاس په سر او حکومت ته تسليم سي.

د افغان ځواکونو عملياتو پر داعش وسله والو د دوی د فعاليت ساحه راتنګه کړې او ورسره د داعش وسله والو د تسليميدو لړۍ هم  ګړندۍ سوه.

د داعش وسله والو د ورستيو تسليم سويو جګړه مارو شمېر يو سل اتيا تنه و، چي پکښي ډير شمېر يې بهرنيان وه.

ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د رسنيز کنفرانس پر مهال له رسنيو سره په خبرو کي پدې ولايت کي د داعش خراسان مرکز د له منځه وړلو خبره وکړه.

د والي په خبره په دې سره د تسليم سويو داعش وسله والو شمېر څوارلس نيم سوو ته ورسيدی.

قومي مخور او ديني عالمان له نورو وسله والو ډلو غواړي، چي نور له افغان وژنې لاس په سر او له حکومت سره يو ځای سي.

اخوا داعش وسله وال، چي د پاکستان هيواد اوسېدونکي وه او له کلونو راهيسي يې د داعش په ليکو کي جګړه کوله وايي، د افغان ځواکونو له لوري پرې ساحه راتنګه سوه، نو له تسليمېدو پرته ورته بله لار نه وه پاتې.

بايد ياده سي، چې پدې وروستيوکې د افغان ځواکونو له لوري د داعش وسله والو دځپلو په موخه پراخ عمليات پيل سوي او ورسره د داعش جګړه مارو د تسليمېدو لړۍ هم ګړندۍ سوې ده.

خبریال: مطيع الله ذکي

357 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د دوست هيواد هندوستان دجمهوريت ۷۱ کليزه ولمانځل سوه

ديکشنبې په ورځ په کندهارکي د دوست هيواد هندوستان قونسلګرۍ ددغه هيواد دجمهوريت د۷۱ کليزي ...