د دهلې بند په جوړېدو کي به ځایي اوسېدونکو ته په عادلانه توګه د استملاک بدیل ورکول کیږي

په همدې موخه د شنبې په ورځ ولایت مقام کي د مرستیال والي عبدالحنان منیب په مشرۍ د دهلې بند جوړېدو په موخه د مرکز څخه راغلي د استملاک ټیم او دشاولیکوټ ولسوالۍ د ولسونو تر مینځ د استملاک اړوند د همغږۍ غونډه جوړه سوه، چي پر مهال یې د ولایتي شورا رئیس او غړو او یو شمېر سکټوري رئيسانو هم ګډون کړی وو.

د غونډي په پیل کي د ارغنداب سیند‌ییزي حوزې رئيس انجینر توریالي محبوبي وویل، د دهلې بند د ډیزاین او تصفیې چاري ترسره سوي؛ خو د استملاک چاري یې پاته دي او په وینا یې د استملاک چارو لپاره یوه میاشت کېږي، چي دمرکز څخه پلاوی راغلی دی او غوښتنه یې وکړه، چي په یاده برخه کي باید د سیمي اوسیدونکي همکاري وکړي تر څو دا ملي پروژه په ښه توګه تطبیق سي.

وروسته د شاولیکوټ ولسوالۍ اوسیدونکو خپلو ستونزو ته د رسېدو په برخه کي د ولایتي ادارې له پاملرني مننه وکړه او په یاده برخه کي یې خپلي ستونزي او وړاندیزونه شریک کړل.

دوی وویل، چي د دهلې بند د استملاک په موخه له تېرو څو کلونو راهیسي درې ځلې سروې سوې او په خبره یې د وروستۍ سروې، چي تېر کال د اسیايي بانک له لوري ترسره سوې ارقام او طرزالعمل دولایتي ادارې سره شریکولای سي تر څو د هغې له مخي د استملاک چاري مخته ولاړي سي.

مرستیال والي عبدالحنان منیب د خپلو خبرو پر مهال د یاد بند ارزښت او د ولسونو پر ژوند باندي د هغه تاثیراتو په اړه خبري وکړې او څرګنده کړه چي د دې پروژې په بشپړېدو کي باید په ګډه غوښتنو او ستونزو ته رسېدګي وسي.

ښاغلي منیب ولسونو ته ډاډ ورکړ، چي د مرکز په کچه به د دوی ستونزي او غوښتني د ځمکو او ښارجوړوني وزیر او جمهوررئیس پورې رسوي، څو ځایي اوسیدونکو ته د هغوی د غوښتنو سره سم په عادلانه توګه د کرهڼیزو ځمکو، باغونو او کورونو د استملاک بدیل ورکول سي.

مرستیال والي د دهلې بند پرژه حیاتي او ملي پروژه وبلله او اړوند قومي او ولسي مشرانو څخه غوښتنه وکړه، چي د دغي حیاتي پروژې په پلي کولو کي ولایتي ادارې سره هر اړخیزه همکاري وکړي، تر څو ټولو ته یې ګته ورسېږي.

په پای کي د غونډي رهبري پرېکړه وکړه، چي د دهلې بند د استملاک اړوند د وروستۍ سروې ارقام، د ځمکو څرنګوالی او طرزالعمل دې ولایتي ادارې سره شریک سي، څو د ولسونو د غوښتنو په اساس د دغه بند د استملاک چاري پيل سي.

667 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د دوست هيواد هندوستان دجمهوريت ۷۱ کليزه ولمانځل سوه

ديکشنبې په ورځ په کندهارکي د دوست هيواد هندوستان قونسلګرۍ ددغه هيواد دجمهوريت د۷۱ کليزي ...