دکندهار دپوهني رئيس:په روانه اونۍ کي به ښوونځيوته د سون توکو د ورکړي لړۍ پيل کړي

محب احمد روښان د ملي ټلوېزيون سره خبرو کي وویل، چي په دې اړه ټول پلان جوړ سوی او په روانه اونۍ کي به دښار او ولسواليو ټولو ښوونځيو ته د بوخاريو او بوټو د ورکړي لړۍ رسما راپيل کړي.

په داسي حال کي چي د ژمي سړه څپه رارسيږي د ښوونځيو ګڼ شمېر زده کوونکي د خپلو صنفونو د ګرم ساتلو لپاره پر وخت د سون توکو د ورکړي غوښتنه کوي.

هر کال د پوهني وزارت د ښوونځیو لپاره د بخاريو او بوټو قردادونه کوي خو ډېر کله رانيول سوي سون توکي ښوونځیو ته پر وخت نه رسول کیږي او زده کونکي د ډيري يخنۍ له امله له خپلو درسونو څخه پاتيږي.

خو اوس تازه د کندهار د پوهني رئيس وايي، چي په روانه اونۍ کي به د ښار او ولسواليو ټولو ښوونځيو ته د سون توکو رسولو لړۍ پيل کړي.

دپوهني رئیس وايي، په دې اړه ټول پلان ترتيب سوی او ژر به اقدام وسي.

د پوهني مسولين پر داسي مهال ښوونځیو ته د سون توکو پر وخت د ورکړي خبره کوي چي همدا اوس زيات شمېر ښوونځی تعميرونه نه لري او زده کونکي يې په خېمو کي زده کړي کوي.

خبریال: رحيم الله رحيمي

741 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د دوست هيواد هندوستان دجمهوريت ۷۱ کليزه ولمانځل سوه

ديکشنبې په ورځ په کندهارکي د دوست هيواد هندوستان قونسلګرۍ ددغه هيواد دجمهوريت د۷۱ کليزي ...