دکندهارد اقتصادي ودي لپاره یوشمېرستري پروژې تطبیق کېږي

په همدې موخه د شنبې په ورځ د افغانستان د هوايي ډګرونو د اقتصادي پراختیا کمېسیون د دارالانشا رئيس نصرالله صاحبزاده او ورسره راغلي پلاوي ولایت مقام کي مرستیال والي عبدالحنان منیب سره وکتل.

د لیدني په پیل کي ښاغلي صاحبزاده د خپل سفر موخه د کندهار د اقتصادي پراختیا لپاره ستر اقتصادي کنفرانس جوړول، صنعتي پارک او سوداګریزو اطاقونو څخه لیدنه او د خصوصي سکټور په غوښتنه د یو شمېر سترو اقتصادي پروژو په نښه کول یاد کړل او په دې برخه کي یې ولایتي ادارې څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي صاحب‌زاده یادونه وکړه، د دې ولایت د اقتصادي ودي لپاره یې جمهوررئیس ته ۱۶ بېړنۍ او اوږدمهاله پروژې وړاندیز کړي، چي د خصوصي سکټور په غوښتنه او همغږۍ به یې د اقتصاد عالي شورا ته وړاندي کړي.

مرستیال والي عبدالحنان منیب راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او وویل، د دې ولایت په اقتصادي او صنعتي ډګر کي لا هم ځینې تشې محسوسېږي؛ د تجارانو او پانګه‌والو لپاره په لویه کچه د پانګوني اسانتیاوې نه دي رامنځته سوي او په وینا یې که راتلونکې پروژې د اړتیا او لومړیتوب پر اساس عملي سي، نو پراخو سوداګریزو او صنعتي فعالیتونو ته به زمینه برابره سي.

مرستیال والي عبدالحنان منیب راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ، چي ولایتي اداره د مرکزي ادارې د هرې پرمختیايي پروژې ملاتړ کوي او په دې برخه کي پوره همکار دي.

475 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د دوست هيواد هندوستان دجمهوريت ۷۱ کليزه ولمانځل سوه

ديکشنبې په ورځ په کندهارکي د دوست هيواد هندوستان قونسلګرۍ ددغه هيواد دجمهوريت د۷۱ کليزي ...