دپوهني رياست يوځل بيا دکندهار په دريو ولسواليوکي دښوونځيو زده کوو نکوته دغوړو او بېسکوټو د ورکړي لړۍ په ازمايښتي ډول پیل کړل

دپوهني رياست مسولين وايي، چي د غوړو او بېسکوټو دا لړۍ يې د نړيوال خوراکي سازمان په مرسته راپيل کړې، چي پرمهال به يې د دامان، ډنډ او سپين بولدک ولسواليو په ۱۳۹ مکتبونو کي شاوخوا ۳۰ زره ښځينه او نارينه زده کوونکو ته بېسکوټ او غوړي ورسيږي.

د غوړو او بيسکوټو د توزيع لړۍ د شنبې په ورځ د دامان ولسوالۍ اړوند د نساجي نخي عالي ليسې څخه راپيل سول.

د کندهار دپوهني رئیس محب احمد روښان ملي راډيوتلوېزيون سره خبرو کي وویل، چي د نړيوال خوراکي سازمان يا ( ډبليو ايف پي ) په مرسته يې په دريو ولسواليو دامان، ډنډ او سپین بولدک کي دا پروسه په ازمايښتي ډول ددوو مياشتو لپاره راپيل کړې، چي پرمهال به يې ددې دريو ولسواليو په ۱۳۹ مکاتبو کي شاوخوا ۳۰ زره زده کونکو ته دغه غزايي مواد ورکړل سي.

دنوموړي په وينا ددې پروسې د برياليتوب په صورت کي به يې د کندهار ښار او ولسواليو ټولو ښوونځيو ته وغځوي.

دپوهني رئيس د پروسې د شفافيت په اړه ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چي دا به نجوني او هلکان دواړه وهڅوي ترڅو زده کړو ته دوام ورکړي او ښوونځيو  ته پر وخت حاضر سي.

د نساجي نخي ليسې زده کوونکي وايي ډېر خوښ دي، چي يوځل بيا ورته د بيسکوټو او غوړيو د توزېع لړۍ پيل سول.

دوئ هيله وښودل، چي په دې ډول سره به زيات شمېر نجوني او هلکان زده کړو ته وهڅيږي.

بايد وویل سي، چي تردې مخکي هم دپوهني رياست د نړيوالو همکارو سازمانونو په مرسته په ښار او ولسواليو کي د ښوونځيو زده کوونکو ته غوړي او بېسکوټ ورکول، خو وروسته دا پروسه ودرېدل.

مخکي نيوکه دا وه، چي ددې خوراکي موادو د توزيع پرمهال شافيت نسته او ډېری مهال د ښوونځيو غوړي او بسکوټ په ازاد بازار کي پلورل کيږي.

خبریال: رحيم الله رحيمي

535 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د دوست هيواد هندوستان دجمهوريت ۷۱ کليزه ولمانځل سوه

ديکشنبې په ورځ په کندهارکي د دوست هيواد هندوستان قونسلګرۍ ددغه هيواد دجمهوريت د۷۱ کليزي ...