دهلمند اوسېدونکي:د ټاکنو ځنډ افغانانوته د زغم وړ ندی او لومړنۍ پایلې دې ژر تر ژره اعلان سي

دوی د یوه لاریون پر مهال ګواښ وکړ، چي که ټاکنو کمېسیون د رایو پایلي اعلان نه کړي، نو خلک به په لاریونونو لاس پوري کړي.

هلمند کي د ملي قیام ګوند ولايتي دفتر د یوه سولیز لاریون پرمهال دولسمشریزو ټاکنو دلمړنيو پايلو دژر اعلان غوښتنه وکړل دوی وويل چي دټاکنو دپايلو ځنډ داولس په ګټه ند ی اولس يي نور نسي زغملای چي دټاکنو پايلي دي وځنډیږي.

دوی وويل چي دټاکنو خپلواک کمیسیون دي دولسمشریزو ټاکنو پایلي اعلان کړي ګټونکی ټیم دي مالوم سي ناکامه ټیمونه دي له زغم کارواخلي ملي ګټو ته دي په ژمنتيا سره له بریالي ټیم سره همکاري وکړي.

دوه تنو لاریون والو اوقومي مشرانو حاجي ګل محمد او دوست محمد خدمتګار وويل داچي د ټاکنو کمېسیون له خوا د پایلو اعلان ځنډیږي د ولس سره جفا کوي، دی وايي خلکو د سر په بیه يې رايي کارولي ځکه نو باید پایلې يي نور پرته له ځنډه اعلان سي.

ځايي اوسیدونکي وايي: ولسونو ته نه هم موقت حکومت د منلو وړ دی، او نه هم د ټاکنو دوهم پړاو تګ زغملای سي، دوی وايي د ټول افغانستان په کچه خلکو رایه ورکړه، او که ټاکنیز ځنډ دوام وکړي، نو خلک به لاریونونو ته دوام ورکړي.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

396 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د دوست هيواد هندوستان دجمهوريت ۷۱ کليزه ولمانځل سوه

ديکشنبې په ورځ په کندهارکي د دوست هيواد هندوستان قونسلګرۍ ددغه هيواد دجمهوريت د۷۱ کليزي ...