حکومت دي د ناکامورا د ابادۍ فکر ژوندی وساتي او دهغه قاتلين دي ونيسي

ننګرهار مېشتي او د چاپاني ډاکټرتيتسو ناکامورا همکاران وايي، د نوموړي موخه يواځي د انسانيت خدمت و او وژل يې د اوبو له مهار او مديريت سره تړلې بولي.

دوی دغه راز غوښتنه کوي، چې د نوموړي نيمګړي پروژې دي بشپړي او د ده د تشي د ډکولو لپاره دي چټک ګامونه واخيستل سي.

پوره شپاړلس کاله يې د روغتيا، اوبو لګوني او کرني په برخه کي نه ستړې کېدونکي هلي ځلي وکړې.

دی په تن کوچنی خو هوډ يې پياوړی او عمل يې شعارو.

چاپانی تيتسو ناکامورا چي افغانانو به کاکا مراد باله، د چهار شنبې په ورځ په جلال اباد ښارکې په داسي حال کي له خپلو څلورو ساتونکو او موټر چلوونکي سره ووژل سو، چي د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کي د تازه پيل سوي پروژې ارزوني ته روان و.

د کوز کونړ مرواريد سربند، د ګمبيري ۱۲۰۰ جريبه پارک، د کامې دوه سربندونه، د څښاک د پاکو اوبو ۱۶۰۰ څاه ګانې او يو شمېر نوري پروژې يې لويی لاسته راوړني بلل کېږي.

خو پوښتنه دا ده، چې دا ډول خلک ولي د وسله وال بريد موخه ګرځي.

پر ناکامورا تر دې وړاندي هم د کار په ساحه کي ډزې سوي او يو بل همکار يې هم نږدې پنځلس کاله وړاندې وژل سوی و.

ننګرهار مېشتي له حکومت غواړي چي د ناکامورا د ابادۍ فکر ژوندی وساتي او د هغه قاتلين دې ونيسي.

پر ناکامورا وسله وال بريد په هېواد دننه او بهر ګڼ غبرګونونه را وپارول، دلته په ننګرهار کي هم تېره شپه يو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو د نوموړي په ياد شمعې بلې کړې او دی يې د بيارغوني اتل ياد کړ.

خبریال: برکت الله هڅاند

491 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د دوست هيواد هندوستان دجمهوريت ۷۱ کليزه ولمانځل سوه

ديکشنبې په ورځ په کندهارکي د دوست هيواد هندوستان قونسلګرۍ ددغه هيواد دجمهوريت د۷۱ کليزي ...