عام خلګ وايي د کندهار د پولیسو چلند ورځ تر بلي مسکلي او ښه کیږي

یادو کسانو دغه څرګندوني په شپږمه امنیتي حوزه کي ددې حوزې د امر او پرسونل سره د یوې غونډي پر مهال وکړې او زیاته یې کړه چي د پولیسو سره پوره همکاري کوي.

بل لوري پولیس وايي چي د خلګو همکارۍ په امنیتي وضعیت کي ښه والی راوستلی دی.

د کندهار په شپږمه امنیتي حوزه کي ددې حوزې د امر او پولیسو سره د ځايي اوسېدونکو ګډه غونډه وسوه چي پر مهال یې په دې سیمه کي د امنیتي حالت د ښه والي او همکارۍ په اړه خبري وسوې.

په دغه ناسته کي د امنیه قومندانۍ دولسي پوليسو د څانګي مسؤل سمونیار داروخان پوپل وویل د عامو خلګو سره د پولیسو د چلند، ګډي همکارۍ او خلګو د ستونزو اورېدولو په موخه یې په هره سیمه کي غونډي جوړي کړي، څو د دواړو خواوو تر منځ فاصله له منځه یوسي.

ښاغلي پوپل وویل دغه ډول غونډو مثبه نتیجه ورکړې او عام خلګ یې د پولیسو سره همکارۍ ته هڅولي دي.

دې ته ورته د شپږمي امنیتي حوزې اړوند ځایي اوسېدونکي وايي د پولیسو چلند ورځ تر بلي مسلکي کیږي چي ددوی باور یې زیات کړی دی.

هغوی وايي پولیس لا هم باید په ښه روزنه سمبال سي، تر څو په ډاډمنه فضاء کي ژوند وکړي.

دا راز د کندهار پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی وايي د عامو خلګو سره ناستو پر امنیتي وضعیت ښه تاثیر کړی او خلګ اوس د پولیسو سره زیاته همکاري کوي.

هغه وايي د کندهار ښار او ولسواليو د اوسېدونکو سره به یې د غونډو دغه لړۍ جاري وي ترڅو سته فاصله له منځه یوسي.

د پولیسو او ځایي اوسیدونکو تر منځ ګډي ناستي مخکي د ولایتي شورا د استازو په منځګړیتوب تر سره کېدي خو اوس پولیس په دې توانیدلي څو د خلګو باور خپل کړي او دغه ډول غونډي خپله رهبري کړي.

خبریال: احمدشاه شاداب

1002 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د دوست هيواد هندوستان دجمهوريت ۷۱ کليزه ولمانځل سوه

ديکشنبې په ورځ په کندهارکي د دوست هيواد هندوستان قونسلګرۍ ددغه هيواد دجمهوريت د۷۱ کليزي ...