د کندهار موزيم شاوخوا ۸۵۰ قلمه تاريخي او لرغوني آثار لري

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولين وايي، چي د کندهار موزيم د هيواد يو له پنځو غني موزيمونو له ډلي دی، چي د تېرو شپږ دورو بيلابيل ډوله تاريخي آثار پکښي نندارې ته وړاندي سوي دي.

خپله کندهار ښاريان هم موزيم غني بولي خو له هيوادوالو غوښتنه کوي، چي د موزيم د لا پياوړتيا او غني کېدو لپاره دي مرسته وکړي.

دا دکندهار موزيم دی، دلته د ډبرو دورې څخه نېولې، تر برونزو، کوشانيانو، باختري ، اسلامي او معاصري دورې پوري ډول- ډول تاريخي او لرغوني اثار ساتل کيږي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس حکمت الله افغان ملي ټلوېوزيون سره خبرو کي وویل، چي د تېرو شپږو دورو څخه شاوخوا ۸۵۰ ډوله تاريخي توکي لري، چي بيلابيل ډولونه لري.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس زیاته کړه، چي د موزيم سره د خلکو همکاري زياته ده او ډېری مهال خلکو ورسره بيلا-بیل ډوله تاريخي آثار شريک کړي دي.

نوموړي وویل، چي په موزيم کي پراته تاريخي اثار ديوې ټولني تېر تاريخ تمثيلوي، چي په وينا يې بايد هيوادوال د موزيم د غنا لپاره همکاري وکړې او پيداکېدونکي تاريخي آثار شريک کړي.

د کندهار موزيم ته هره ورځ ګڼ شمېر کسان د تاريخي آثارو او لوښو دليدني لپاره راځي.

دلته راغلو څو کسانو له ملي ټلوېزیون سره خبرو کي وویل، چي ډېر خوښ دي په کندهار کي د تاريخي آثارو د ساتلو دغه ډول موزيم لري.

بايد وویل سي، چي د کندهار موزيم د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کي په ۱۳۸۱ کال کي پرانيستل سوو، چي له هغه  راهسي ورته بيلا-بيل ډوله تاريخي آثار ور زيات سوي دي.

خبریال: رحيم الله رحيمي

3533 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د دوست هيواد هندوستان دجمهوريت ۷۱ کليزه ولمانځل سوه

ديکشنبې په ورځ په کندهارکي د دوست هيواد هندوستان قونسلګرۍ ددغه هيواد دجمهوريت د۷۱ کليزي ...