ددولتي او خصوصي ښوونځيو ترمنځ ذهني سيالۍ ترسره سوې

دغه سيالۍ، چي د امېد افغان په نوم يو خصوصي لېسې د پوهني رياست په همکارۍ جوړه کړي وې، د کندهار د ۳۰ ښوونځيو زده کوونکو پکښي برخه اخيستې وه.

په ټولنيزوچاروکي دولایت مقام مرستيال دزده کوونکو ترمنځ دغه ډول پروګرامونه ارزښتمند وبلل اونوريې هم پردغه ډول سياليو ټینګار وکړ.

بلخوا دیادي ښوونځۍ مدیر اسدالله قادري وايې، دهمدې سیالیو څخه يې موخه د زده کوونکو ذهني پیاوړتیا او یو دبل ترمنځ سالمي اړيکي ساتل دي.

په کندهارکي دامېد افغان دلېسې مسولين وايي، په روان تعليمي کال کي يې دبېلابیلو سیاليو ترڅنګ دادی نن د ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د انګلیسي ژبي په برخه کي د( سپلینګ بې) په نوم سیالۍ جوړي کړې.

دیادي ښوونځۍ دمدیر اسدالله قادري په خبره په دغه ذهني سیالۍ کي دکندهار ولايت د۳۰ دولتي اوخصوصي لېسو هلکانو او انجونو زده کوونکو برخه اخیستې، چي زیاته برخه يې د لېسو زده کوونکي جوړوي.

دنوموړي په خبره، دهمدې سیاليو څخه يې موخه د زده کوونکو ذهني پیاوړتیا او یو دبل ترمنځ سالم روابط ساتل دي.

په ټولنیزو چاروکي مرستيال والي حاجي اغالالي دستګيري دزده کوونکو ترمنځ دغه اودې ته ورته نوري علمي سیالۍ د زده کوونکو د ذهني پیاوړتیا لپاره ډیري اړيني وبللې او دا يي دزده کوونکو د ښې راتلونکي لپاره لوی چانس یاد کړ.

ښاغلي دستګيري همداراز ديادې خصوصي لېسې پوهنيز فعاليتونه چي دکندهاري بچيانو د روزولو په موخه يې ترسره کوي دقدر وړ وبلل او دولايتي ادارې په استازيتوب يې دپوهنيز بهير دلاپياوړتيا برخه کي دهررنګه مرستي او همکارۍ ډاډ وړاندي کړ.

وروسته ديوې ځانګړي کميټې لخوا دزده کونکو ترمنځ زهني سيالي پيل سوه چي پرمهال يې ددېرشو لېسواو ابتدايه ښونځيو څخه دسيد جمال الدين افغان لېسې زده کوونکو لومړی مقام خپل او ابتدائيه ښوونځيو کي داحمدشاه اول ابتدايه ښونځۍ زده کونکو دلومړي مقام څخه برخمن سول.

چي ورته دډالۍ په توګه يوعراده باسيکل، نغدي پېسې او نوري بېلابیلي تحفې ورکول سوې.

پاته دي نه وي دغه تعلیمي ادارې تردې مخکي هم ، د زده کوونکو لپاره دغه ډول تعلمي پروګرامونه او ذهنې سیالۍ په لار اچولي.

خبریال: سيدستار مهتابي

5167 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د دوست هيواد هندوستان دجمهوريت ۷۱ کليزه ولمانځل سوه

ديکشنبې په ورځ په کندهارکي د دوست هيواد هندوستان قونسلګرۍ ددغه هيواد دجمهوريت د۷۱ کليزي ...