اطلاعاتو او کلتور وزارت هلمند کي د بست تاریخي ابدات رغوي

هلمند کي د اطلاعاتو او کلتور رئیس وايي: وزارت ورسره ژمنه کړې، چي راتلونکی مالي کال کي به د بست د تاریخي اثارو د بیارغوني پنځه پروژې پلي کړي.

بل پلو هلمند کي اوس مهال ګڼ شمېر تاریخي سیمي د غصب په حال کي دي، چي ځايي اوسېدونکي يې له دولت د ساتني او بیارغوني غوښتنه کوي.

هلمند کي د بست تاریخي سیمي، چي د لښکرګا له ښاره پېل بیا تر بست کلا سیمي رسیږي ، د ورانېدو په حال کي دي.

دا سیمي له یوې خوا د طبعي پیښو له امله ورانیږي او له بله پلوه ځایې اوسیدونکي لګیا دي ، او غصبوي يې.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حمیدالله ویاړ وايي: د غصب مخه يې نیولې ده، او د بیارغوني لپآره يي وزارت ژمنه کړې، چي پنځه پروژې به راتلونکي مالي کال کي پلي کړي.

دی وايي: د شاخوا ۲۱ تاریخې سیمو سروې سوې ده او د ماین پاکۍ ټیمونو هم کار کړی دی، چي اوس یوازي د وزارت بودیجې او عملي کار ته منتظر دي.

دی وايي : په دې پنځو پروژو کي به د بست احاطوې دیوال، د شهیدانو زیارت، دعلامه ابن حبان بستي زیارت د رغوني ژمنه سوې ده.

د هلمند ځايي اوسیدونکي وايي: د بست کلا تاریخي قدامت زرګونه کلونو ته رسیږي، نو پکار ده، چي دولت يې د خوندي ساتني، او بیارغوني لپآره سمدستي لاس په کار سي، ځکه د دوی په قول اوس هم دا تاریخي ابدې د له منځه تلو په حال کي دي او ډيری برخي يي هم د مځکوالو له خوا په خورا ظالمانه توګه غصب سوي دي.

د هلمند بست کلا او ورسره څېرمه تاریخې ابدې زرګونه کلونه پخوانی تاریخ لري، د دې سیمي د بیارغوني او ساتني لپاره ځايي او مرکزي چارواکو په وارو وارو ژمني کړي، خو تراوسه کوم عملي اقدام نه دی سوی.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

784 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

هيواد دا مهال تر هرڅه لومړی د نوي نسل تعليم ته اړتيا لري

دغه څرګندوني د یکشنبې په ورځ د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب له ګرين يونايټيډ ...