کرنې ریاست: ننګرهار کي د ستروسو حاصلات ۲۵ سلنه لوړ سوي دي

د ننګرهار چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې سږ کال د ستروسو حاصلات ۲۵ سلنه لوړ شوي دي.

د دغه ولایت د کرنې ریاست ویاند انعام الله میاخېل ویلي چې تېر کال د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې په ۱۳۸ جریبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړ شول، چې سږني حاصلات یې ۳۵۹۰ ټنو ته رسېږي.

میاخېل زیاته کړې، په روان کال کې له دغه ولایت څخه د لیمو ۹۷۰ ټنه او د غټو لیمو ۶۰۴۹ ټنه حاصلات هم راټول شوي دي.

د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولینو دغه راز ویلي، هڅه کوي چې د ستروسو د حاصلاتو په زیاتېدو له پاکستان څخه د دغه محصول د وارداتو مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د دغه ولایت چارواکو ویلي وو چې د ننګرهار له کانال څخه به سږ کال د مالټو ۵۲۰۰ ټنه حاصلات تر لاسه کړي .

1766 ټول کتل سوی شمېر 60 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ددولتي او خصوصي ښوونځيو ترمنځ ذهني سيالۍ ترسره سوې

دغه سيالۍ، چي د امېد افغان په نوم يو خصوصي لېسې د پوهني رياست په ...