لښکرګاښارکي د غلچکي بریدونو د زیاتوالي له امله د حوزو او استخباراتو مسئولین له دندو ګوښه سوه

د هلمند والي دغه اقدام وروسته تر هغه وکړی، چي کله چي نن سهار یو پولیس افسر د خپل زوی سره یو ځای د نامالومه کسانو له خوا د ښار په دوهمه حوزه کي ووژل سوه.

لښکرګا ښارکي په پرله پسې توګه غلچکي بریدونه کیږي، چي ډیری يې د دوهمي حوزې ساحو کي دي.

همدا نن سهار د لښکرګا ښار دوهمه حوزه کي د پولیسو د جلب جذب مسئول له خپل زوی سره یو ځای په ډزو ووژل سو.

د هلمند والي یاسین خان وايي: د پولیسو او کشفي ارګانونو سره يې په دې تړاو عاجله ناسته کړې او نور به د دغه ډول بریدونو د مخنیوي لپاره ريښتني او داسي اقدامات ترسره کیږي، چي پایله ولري.

دی وايې د يادي پيښي په تړاو يي ټولو کشفي او امنیتي ارګانونو ته سپارښتني کړي دي.

د هلمند والي وايي: دا ترور دا اکثره پيښي د دوهمي حوزې په اړوند سیموکي ترسره کیږي، چي ده هم سمدستې د نظامي شورا سره په همږغي، د دوهمي حوزې آمر او د استخباراتو مدیرله دندو ګوښه کړي دي.

دی وايي په دې دواړو امنیتي اداروکي به داسي کسان وګماري، چي د تروریستي پیښو د مخنیوي ظرفیت ولري.

شاوخوا یوه میاشت دمخه دهلمند امنیه قوماندان هم د حوزو پولیسو ته ګواښ کړی و، چي که يې په شل ورځو کي امنیت خوندي نه کړ، نو له دندي به يې ګوښه کړي.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

420 ټول کتل سوی شمېر 256 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ددولتي او خصوصي ښوونځيو ترمنځ ذهني سيالۍ ترسره سوې

دغه سيالۍ، چي د امېد افغان په نوم يو خصوصي لېسې د پوهني رياست په ...