جلال اباد ښارکي د وسله وال بريد پرمهال د جاپاني الاصله افغان ناکامورا په ګډون شپږکسان ووژل سول

چارواکي وايي،  بريد د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند سيمه کي سوی، بريدګر تښتېدلي او د نيولو هڅي يې رواني دي.

جلال اباد ښاريان دا ډول بريدونه د هېواد د ابادۍ او پرمختګ د دښمنانو کار بولي او له حکومته يې د عاملينو د ژر نيولو او سختي سزا ور کولو غوښتنه کوي.

په بريد کي د جاپانۍ خيريه مؤسسې پي ايم ايس د رئيس ناکامورا موټر چلوونکی او ساتونکي ځای پر ځای وژل کېږي، او په  خپله ناکامورا له  ټپونو وروسته ساه ورکوي.

جلال اباد ښاريان له  حکومته غواړي چي د دې پېښي عاملين ژر تر ژره ونيسي او سخته سزا ور کړي.

ننګرهار والي شاه محمود مياخېل او امنيه قوماندان سمونوال ايمل نيازی چي ننګرهار حوزوي روغتون ته  د ناکامورا پوښتني ته ورغلي وو، دا بريد د د هېواد د پرمختګ او ابادۍ د دښمنانو کاربولي او زياتوي چي د عاملينو د نيولو لپاره به جدي هلې ځلي وکړي.

د جاپانۍ خيريه مؤسسې پي ايم ايس مشر ناکامورا له شاوخوا يوې نيمې لسيزې راهيسي ننګرهارکي پر مرواريد کانال سربېره د اوبو لګونې بېلابېلې پروژې مخته وړلې او د  ښو خدمتونو له  امله ور ته  ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان افتخاري تابعيت هم ور کړی و.

خبریال: برکت الله هڅاند

1813 ټول کتل سوی شمېر 1652 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ددولتي او خصوصي ښوونځيو ترمنځ ذهني سيالۍ ترسره سوې

دغه سيالۍ، چي د امېد افغان په نوم يو خصوصي لېسې د پوهني رياست په ...