کندهار ښارکي د پوليو څلورمه مثبته پېښه ثبت سوې ده

دحضرت عثمان په نوم يو پنځه کلن کوچنی، چي کورنۍ يې د واکسين د ورکولو سره مخالفت درلود فلج سوی دی.

دجنوب لويديځي حوزې دبيړني عملياتي مرکز مشر ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي، چي د فلج سوي هلک کورنۍ خپلو کوچنيانو ته د پوليو واکسين له ورکړي انکار کړی وو، چي له امله يې دا پيښه رامنځته سوه.

د نوموړي په وينا، دا په کندهار کي د پوليو د فلج څلورمه پېښه ده، چي رامنځته کيږي؛ تردې مخکي هم په کندهار درې دغه ډول پيښي ثبت سوي وې.

دجنوب لويديځي حوزې دبيړني عملياتي مرکز مشر ډاکټر عبدالقيوم پخلا  ددوشنبې په ورځ ديوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال خبريالانو ته وويل،Top of Form دلومړنيو معلوماتو له مخې د ياد ماشوم کورنۍ د پولیو واکسین رداوه او ديوولس کوچنيآنو له ډلي يې يوازي اووه تنه واکسين کول، چي پاته څلور يي پټ ساتلي وه.

ښاغلی پخلا وايي، په کندهار کي د پوليو وايرس د مخنيوي لپاره يې منظمي هڅي رواني کړي، خو ولي بياهم دځينو کورنيو دمشرانو دغغلت له وجي دغه ډول پيښي رامنځ ته کيږي.

دجنوب لويديځي حوزې دبيړني عملياتي مرکز مشر ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي، اوس هم دواکسين په اړه ډير غلط تبليغات موجود دي، چي له امله يې هرځل دواکسين په دوره کي په زرګونه کوچنيان دواکسين څخه پاته کيږي.

نوموړي وايي، په وروستۍ دوره کي ۴۲۵۰۰۰ ماشومانو له جملي څخه د ۴۵۰۰۰ زرو څخه زياتو کورنيو لخوا واکسين رد سوی او يايې هم کوچنيان غير حاضیر وه.

ډاکټر عبدالقيوم پخلا دټولو کورنيو دمشرانو دمسجد دملاامانو او قومي مشرانو څخه وغوښتل، چي دواکسين دتطبیق په ورځو کي ددوی دګرځنده ټيمونه سره همکاري وکړي، څو په ګډه مو ټول کوچنيان واکسین کړي وي او ترڅنګ مو يې ددغه خطرناکه ويروس مخه نيولې وي.

دپوليو دغه پيښه پرداسي مهال رامنځ ته کيږي، چي تردې مخکي هم د کندهار په شمالي ولسوالۍ شاوليکوټ کي دپوليو د ويرس له امله د فلج پیښي رامنځته سوي، خو اوس تازه بيا دغه هلک چي نږدې پنځه کاله عمر لري په کندهار ښارکي فلج سوی دی.

خبریال: سيدستار مهتابي

435 ټول کتل سوی شمېر 23 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ددولتي او خصوصي ښوونځيو ترمنځ ذهني سيالۍ ترسره سوې

دغه سيالۍ، چي د امېد افغان په نوم يو خصوصي لېسې د پوهني رياست په ...