هلمندکي سږ کال دښځو سره د تاوتریخوالي ۹۵ قضيې ثبت سوي دي

هلمند کي دښځو چارو ریاست وايي : د تېر کال په پرتله د ښځو سره د تاوتریخوالي قضيې ډيري سوي دي.

دغه اداره وايي: د ښځو د اقتصادي وضعیت د ښه کیدو لپاره هم دولت او اړوند موسساتو پام وړ اقدامات نه دي کړي.

هلمند کي د ښځو چارو رئیسه وجیه رسولي وايي: د تېر کال په پرتله په دغه ولایت کي د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي قضيې زیاتي سوي دي.

دا وايي : وهل ټکول ، له کوره تېښته ، بې سرپرستي ، طلاقول ، او داسي نوري قضيې ثبت سوي دي ، چي له امله يي ښځه له تاوتریخوالي سره مخ سوې ده.

دا وايي : داسي ښځي هم سته ، چي خاوندان يي په کلونو کلونو ورک وي ، او یا هم په جګړیزو او نا امنیو پيښو کي وژل سوي وي ، خو له امله يي ښځي زوریږي او د هغوی په نوم د ټول کور سرپرستي ور په غاړه وي.

هلمند کي اکثریت ښځي پخپلو کورونو کي پر کاربوختي وې ، دوی لاسي صنایع لکه ګلدوزي خیاطي ، غالي جوړونه ، او نورو صنعتي چارو بوختي دي ، خو کله چي خواري او ستړیا وکاږي ، نو بیا يي د توکو لپاره مناسب مارکیټ نه وي.

د ښځو چارو رئیسه وايي په دې اړه يي له دولتي او نادولتي ادارو سره خبره کړې ده ، او د ښځو د اقتصادي وضعیت ښه کیدا د هغوی د صنعت د مارکېټ پر پیداکولو تړلی دی.

که ښځي پرځان بسیا سي ، او اقتصادي وضعیت يي پرمختګ وکړي ، نو ډیری په دې نظر دي ، چي د تاوتریخوالي پر کمښت به يي ژور اغیز ولري.

هلمند کي داسي ډیري کورنی سته ، چي سرپرستي او مصرفیه يي د یوې ښځي پر غاړه وې.

خبریال:عبدالرحیم مطمین

249 ټول کتل سوی شمېر 24 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ددولتي او خصوصي ښوونځيو ترمنځ ذهني سيالۍ ترسره سوې

دغه سيالۍ، چي د امېد افغان په نوم يو خصوصي لېسې د پوهني رياست په ...