د دې لیدني پر مهال د راغلو ځوانانو په مشرۍ عبدالکریم وویل؛ له تېرو اتو میاشتو راهیسې یې ګډون مدني ټولنه تآسیس کړې او په سپورټي، فرهنګي، تعلیمي او دیني برخو کي د اړتیا مطابق هلي ځلي کوي او ښې لاسته راوړني لري.
دوی د خپلو فعالیتونو د لا ښه والي او ټولنیز پرمختګ په برخه کي ولایتي ادارې څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
مرستیال والي عبدالحنان منیب د ګډون ملي ټولني هڅي وستایلې او د ټولنیز پرمختګ لپاره یې د ځوانانو مدني فعالیتونه مهم وبلل.
ښاغلي منیب ځوانان په فزیکي او روحي لحاظ پیاوړي او د ټولني پیاوړی قشر یاد کړ او له هغوی څخه یې غوښتنه وکړه، چي د ټولني د هر اړخیز پرمختګ لپاره په مسلکي او غیرمسلکي برخو کي فعالیتونه ترسره کړي.
مرستیال والي راغلو ځوانانو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه، چي ولایتي اداره د ځوانانو د ظرفیت لوړوني ترڅنګ د هغوی تشویق او لازمو مشورو ته ځانګړې پاملرنه لري.