دکندهارپوهني ریاست غواړي د ښار او ولسوالیوپه کچه د زهني سیالیو یوټيم جوړکړي

د سیالیو دغه لړۍ یې نن دوشنبه پیل کړه، چي لومړی د کندهارښار ديوشمېرلیسو د نارينه زده کوونکو ترمنځ زهني سیالي تر سره سوه.

زده کوونکي وايي دغه ډول سیالۍ یې هڅوي ترڅو په درسونو کي کوښښ وکړي.

دا د کندهار ښار د پنځو لیسو د لسم، یوولسم او دوولسم ټولګیو د زده کوونکو ترمنځ د ماشومانو د حقونو دنړیوال کنواسیون د دېرشمي کلیزي په مناسبت د څو درسي مضامینو او مقالو ویلو زهني سیالي ده، چي پر مهال یې سلګونو زده کوونکو برخه اخیستې.

د پوهني ریاست د عمومي زدکړو امر محمد طاهر ایوبي وویل، اوس يې د کندهار ښار د څو لیسو تر منځ د زهني سیالیو لړۍ پیل کړه، چي وروسته به د اناثو زده کوونکو او ولسوالیو لیسو تر منځ دغه ډول سیالۍ تر سره کړي، او د ټول ولایت په کچه به یو لوی ټيم جوړوي، څو د نورو ولایتونو د زده کوونکو سره په زهني سیالیو کي برخه واخلي.

ښاغلي ایوبي په دې سیالیو کي د همکاره مؤسیساتو د مرستي څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چي هدف یې د زده کوونکو تشویق دي.

د زهني سیالۍ ګډونوالو زدکوونکو وویل چي دغه ډول سیالۍ یې هڅوي ترڅو خپلو درسونو کي لا کوښښ وکړي او د سیالیو ګټونکي سي.

هغوی د پوهني ریاست څخه د مسکلي ښوونکو او درسي کتابونو غوښتنه وکړه.

د کندهار پوهني ریاست مسؤلین وايي پلان لري چي د ښوونځیو تر منځ نوري ورزشي او تفریحي سیالۍ هم جوړي کړي ترڅو د زده کوونکو فکر یواځي زده کړیز بهیر ته جلب سي.

خبریال: احمدشاه شاداب

218 ټول کتل سوی شمېر 9 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ددولتي او خصوصي ښوونځيو ترمنځ ذهني سيالۍ ترسره سوې

دغه سيالۍ، چي د امېد افغان په نوم يو خصوصي لېسې د پوهني رياست په ...