ته ساتونکی د دې خاورې / سید عبدالله پاچا

تاسو خو کله یوه شپه زحمت وباسئ، له کوره بیرون څلور لارو او عمومي لارو کې وګورئ چې پولیس په یخه شپه تیاره کې ولاړ دی چې هېوادوال یې ارام ژوند وکړي.
تاسو وګورئ چې ستاسو پولیس، امنیت او پوځ څومره زحمت وباسي چې له کورني او بیرونې دښمن مو په امن وساتي.
تاسو وګورئ چې سرتېرو مو د کور تودې شپې پريښي او دنده کې دي چې تاسو ته امن چاپيریال برابر کړی.
تاسو به وګورئ چې ستاسو سرتېري ټوله شپه سترګي نه پټوي او بیداره پاتې وي چې تاسو خوب ناارامه نه شي.
تاسو به وګورئ چې ستاسو سرتېري د سړو هیڅ پروا نه لري او دندې ته ژمن د سړک پر سر او یا څلور لارې کې ولاړ وي.
تاسو به وګورئ چې ستاسو سرتېري په ګزمه بوخت دي چې جنایي مجرمین او ترهګر په ډاډ سره و نه ګرځي.
تاسو به خبر نه یاست چې هره شپه د څومره کسانو ژوند ژغورل کیږي او څومره ترهګر او مجرمین نیول کیږي.
د دې برعکس ترهګر بیا هره شپه د دې وطن د ورانولو پلان نیسي.
ترهګر هره شپه د دې وطن د اولادونو د وژل کیدو پلانونو باندې کار کوي.
ترهګر هره شپه راځي د سړک پر غاړه او منځ کې ماینونه ږدي او افغانان پرې الوځوي.
ترهګر کار کوي چې دا وطن له پرمختګ او ابادۍ راوګرځوي.
ترهګر هره ورځ او شپه له بهرنیو استخباراتو دستور اخلي او بیا یې افغانستان کې تطبیق کوي.
که تاسو له خپلو پولیسو سره همکاري وکړئ، هیڅ ترهګر او جنایي مجرم به و نه توانیږي چې هدف ته ورسییږي.
نوره نړۍ کې هر کس جاسوس دی، خو افغانستان کې بیا هر کس داسې همکاري نه کوي، لکه نوره نړئ.
امنیتي او دفاعي ځواکونه نه شي کولی چې د هر چا په کور باندې ودریږي او امنیت یې وساتی، یواځې دومره چې خلک همکاري وکړي، مالومات ورکړي او افغانان د ترهګرو او نورو مجرمینو له شره وژغوري.
دا ستاسو مسوولیت دی او که تاسو خپل مسوولیت ادا کړئ لیرې نه ده چې ژر به مو وطن او خلک ارامه شي.
پر خپلو ځواکونو باور ولرئ، هیڅ ترهګره ډله به و نه توانیږي چې خپلو پلانونو کې بریالي شي.

191 ټول کتل سوی شمېر 9 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ملکي تلفات او طالباني سیاست/ سید عبدالله پاچا

طالبانو د سولې له خبرو سره یو ځای بریدونه نه دي درولي، یا په بل ...