کندهارکي روان لمريزکال کي درې تنه دايډز ناروغۍ له امله مړه سوي دي

کندهارکي روغتيا پالان وايي، ددې نا علاجه ناروغۍ له امله اوس مهال ۱۲۶ تنه چي ۱۶ يې ښځمني او ۴ کوچنيان دي کړيږي.

ايډز، چي يوه ناعلاجه ناروغي ده لومړی د HIV ويروس له لاري دانسان په وجود کي رشد کوي او تردوام وروسته په AIDS اوړي، چي دانسان دفاعي سيسټم کمزوری کوي.

دغه ناروغي لومړی ځل دنا مسئونه جنسي اړيکي څخه رامنځته سول، چي اوس مهال په ټولنه نړۍ کي ۹، ۳۷ ميلونه کسان پرې اخته دي.

د HIV ويروس څخه کندهار هم پاته نه دی او تيرو لسو کالو کي يې د ۳۱ کسانو ژون اخيستی دی.

دغه ځوان، چي نه غواړي معرفي سي وايي په لومړي ځل پاکستان هيواد کي دغاښونو ددرملني پرمهال د HIV ويروس دده ويني ته انتقال سو او ډير وروسته يې دبدن کمزوري، دستوني درد او نوري نښي احساس کړې.

ياد ناروغ وايې کله چي يې د AIDS درمل شروع کړي او دډاکټرانو مشورې عملي کوي صحت يې ښه سوی دی.

د AIDS دنړيوال سازمان دسروې له مخي  دامهال افغانستان کي دغه ويرس د ۷۲۰۰ کسانو په وينه کي فعاليت کوي.

کندهار کي د HIV دکنټرول دڅانګي مسئول ډاکټر همايون رحماني وايې ددوی دراجستر پر اساس  ۱۲۶ تنه، چي ۱۶ ښځمني او ۴ کوچنيان هم پکښي شامل دي په HIV اخته دي.

هغه وايي روان لمريزکال کي ددې ناروغۍ ۸ مثبتي پېښي ثبت سوي او درو تنو هم ژوند له لاسه ورکړی دی.

دلته دعامي روغتيا رياست کي روغتيا پالان د AIDS دکنټرول د نړيوالي ورځي په مناسبت  راټول سوي، چي ديادي ناروغۍ دپوهاوي او کنټرول له پاره بديلي لاري چاري ولټوي.

مراسيمو کي ډاکټر عبدالولي خالد له خلګو وغوښتل ترڅو په خپله خوښه دHIV معاينات وکړي او ددې اړخه ځان ډاډه کړي .

روغتيا پالان وايې دHIV ويروس دويني، ماشوم ته دمور څخه او دنا مسؤنه جنسي اړيکو له لاري انتقاليږي، چي لوی علايم يې اوږده تبه، دبدن کمزورتيا او ځينو برخو کي خارش اودانې راپورته کيدل دي.

خبریال: نثار احمد احمدي

220 ټول کتل سوی شمېر 18 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ددولتي او خصوصي ښوونځيو ترمنځ ذهني سيالۍ ترسره سوې

دغه سيالۍ، چي د امېد افغان په نوم يو خصوصي لېسې د پوهني رياست په ...