کندهارکي امنيتي ادارو د راتلونکي ژمي لپاره دهر ډول احتمالي طبعي پيښولپاره دتياري خبر ورکړ

د ژمي په موسم کي د سېلابونو او موسمي ناروغيو د مخنيوي او بېړنو حالاتو کي د مرستو رسولو په تړاو دوه سوه پنځم اتل قول اردو کي د همږغۍ غونډه رابلل سوې وه او د راتلونکي ژمي لپاره د سېلابونو پر وخت پر ګډ کار او همږغۍ ټېنګار وسو.

دلته کندهار کي امنيتي، ملکي او مرستندويه ادارې د راتلونکي ژمي پر مهال د احتمالي خطرونو او طبعي افتونو د مخنيوي او بېړنيو حالاتو کي د مرستي رسولو په موخه راټول سوي، ترڅو يو له بله خپل امکانات شريک کړي.

که څه هم اوس مهال افغانستان کي امنيتي ادارې تر ډيره د دښمن سره په جګړه بوخت دي خو امنيتي ځواکونه د طبعي پيښو پر مهال د هيوادوالو سره مرسته خپل دوهم لوی ماموريت يادوي.

د دوه سوه پنځم اتل قول اردو درستيزوال بريدجنرال شفيق الله رسولزي د تير په څېر يو ځل بيا د راتلونکي ژمي پرمهال د هر ډول احتمالي طبعي پيښو او خطرونو لپاره تياری اعلان کړ او ژمنه ئې وکړل، چي د اړوند ادارو سره به په دې برخه کي ګډ کار کوي.

د کندهار امنيه قوماندانۍ استازي هم د ژمي په موسم کي د احتمالي خطرونو او سېلابونو لپاره د تياري خبر ورکړ او زياته ئې کړه، چي سر له اوسه ئې په ښار او ولسواليو خپل پر سونل ته د تيارسی امر کړی.

د ولايت مقام د ټولنيزو چارو مرستيال حاجي آغالالي دستګيري له امنيتي ځواکونو مننه وکړل چي د دښمن سره د جنګي مبارزې ترڅنګ د خپلو هيوادوالو سره د طبعي پيښو د مخنيوي په موخه تياری اعلانوي.

هغه وويل اړوند ملکي ادارې او مرستندويه موسسات به د امنيتي ځواکونو سره د طبعي پيښو د مخنيوي په موخه همږغي قوي کړي.

په دې غونډه کي اړوند ملکي ادارو او نړيوالو مرستندويه موسساتو هم له خپله اړخه د هر ډول امادګيو خبر ورکړ او له امنيتي ادارو سره ئې پر ګډ کار ټينګار وکړ.

خبریال:ولي محمد انوري

538 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ددولتي او خصوصي ښوونځيو ترمنځ ذهني سيالۍ ترسره سوې

دغه سيالۍ، چي د امېد افغان په نوم يو خصوصي لېسې د پوهني رياست په ...