په ډنډ ولسوالۍ کي ۱۲۴ داخلي بې‌ځایه سوو ته سرپناوي جوړیږي

د یکشنبې په ورځ د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یاUNHCRمرستندویه مؤسسې په مالي لګښت د ولایت مقام او کډوالو چارو ریاست په همکارۍ په ډنډ ولسوالۍ کي ۱۲۴ داخلي بې‌ځایه سوو او بې‌وزله کورنیو ته د سرپنا جوړیدو لپاره نغدي مرسته پیل سوه.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د ولایت مقام د سکټوري خدماتو سرپرست رئیس احمد جاوید میوند داخلي بې‌ځایه سوو او بې‌وزله سره په مرستي خوښي وښوده.

ښاغلي میوند د مرستو پر منظم وېش او د پروګرام پر ښه تطبیق ټینګار وکړ او مسؤلینو څخه یې غوښتنه وکړه، چي د محلي شورا او ولسوالانو په همغږۍ دې خپلي چاري ترسره کړي.

د کډوالو او بېرته راستندېدونکو چارو رئیس دوست محمد نایاب وویل، په دغه نغدي مرسته کي هري کورنۍ ته ۳۲۰۰ امریکایي ډالره ورکول کیږي، چي ۵۲ بېرته راستنې سوي، ۵۰ بې‌وزله او ۲۴ داخلي بې‌ځایه سوي کورنۍ پکښي شاملي دي.

د نایاب په خبره نن ۶۰ کورنیو ته ۴۰ سلنه پیسو په ورکړې د مرستو دغه لړۍ پيل سوه او زیاته یې کړه، د ځمکو د ملکیت چاري، سروې او د نقشو ډیزاین یې هم بشپړ سوی، چي د دوو خونو، یوه پخلنځی او دوو تشنابونه په درلودلو به د مستحقینو لپاره مناسب کورونه جوړ سي.

3432 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ددولتي او خصوصي ښوونځيو ترمنځ ذهني سيالۍ ترسره سوې

دغه سيالۍ، چي د امېد افغان په نوم يو خصوصي لېسې د پوهني رياست په ...