ولايتي شورا: کندهارکي د روانو او تطبيق سوو پروژو ارزونه کوي

د کندهار د ولايتي شورا د یکشنبې په غونډه کي د شورا غړو په کندهار کي د روانو او تطبيق سوو پروژو اړوند اوږد بحث وکړ او يادونه يې وکړه، چي د دغه پروژو ارزونه او معلومات به کوي.

د شورا غړو دغه راز په کندهار کي د برېښنا له ناسم حالت څخه هم يادونه وکړه او غوښتنه يې وکړه، چي د لمريزي برېښنا چاري دي زياتي ګړندۍ سي.

د کندهار د ولايتي شورا غونډه چي د شورا د رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال په مشرۍ جوړه سوې وه، پرمهال يې، منشي او نژدې ټولو غړو برخه اخيستې وه.

د شورا په نننۍ غونډه کي په کندهار کي د دروانو او تطبيق سوو پروژو اړوند خبري وسوې، د شورا غړو يادونه وکړه، چي د دغه پروژو اړوند بايد له ولايتي ادارې سره همږغي وسي.

د ولايتي شورا غړی نعمت الله شېردلی وايي، په کندهار ښار کي د بيارغوني له روانو پروژو څخه بايد شورا باخبره وي او د دغه پروژو اړوند بايد ټول معلومات ولري.

د شورا د یکشنبې په غونډه کي دغه راز د کندهار د سولري برېښنا اړوند هم خبري وسوې، د شورا غړی حاجي نعمت الله خان شېردلی وايي، د سولري برېښنا چاري بايد ګړندۍ سي.

د ده په خبره، کندهار د کلونو کلونو راهيسي د منظمي برېښنا څخه بې برخي دئ، نوموړی يادونه کوي، چي د سولري برېښنا ترڅنګ دي د وارداتي برېښنا چاري هم ژر تر ژره پر خپل ټاکلي وخت پای ته ورسېږي.

د شورا غړو د هندي سېنما له لوري د لوی امپراطور احمدشابابا د پانيپت د جګړې اړوند پر جوړ سوي فلم هم بحث وکړ.

ددوی په خبره اندېښنه لري، چي په دغه فلم کي د ستر احمدشابابا سپکاوی نه وي سوی.

هغوی پر اړوند چارواکو باندي ږغ وکړ، چي ددغه فلم د خپرېدومخکي له هندي چارواکو وضاحت وغواړي او د خپرېدو مخه يې ونيسي.

دغه راز د شورا په غونډه کي د خلکو پر عرض پاڼو، حقوقي دعوو او يوشمېر نورو مسايلو هم بحث وسو او ټول د حل په موخه اړوند ارګانونو ته راجع کړل سوه.

خبریال: روزالدين ايآزي

344 ټول کتل سوی شمېر 12 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ددولتي او خصوصي ښوونځيو ترمنځ ذهني سيالۍ ترسره سوې

دغه سيالۍ، چي د امېد افغان په نوم يو خصوصي لېسې د پوهني رياست په ...