د اوبو دتنظیم شورا دپریکړي له مخي به نن دوشنبه د دهلې بندڅخه ۹۰ واله اوبه ایله کړل سي

نن دوشنبه سهار د ارغنداب رود فرعي حوزې رئیس انجینر توریالي محبوبي په مشرۍ د اوبو د تنظیم کمیټې، د ولسوالیو ساحوي مدیرانو، د ۷ ولسوالیو میرابانو، قومي مشرانو او دیني عالمانو تر مینځ ګډه غونډه جوړه سوه.

په غونډه کي لومړی د ارغنداب رود فرعي حوزې رئیس اینجینر توریالي محبوبي د دهلې بند د اوبو ترتیب سوی پلان او اوسنی حالت ګډونوالو ته تشریح کړ.

په غونډه کي د اوبو اوسني وضعیت ته په کتو او د حاضرینو تر نظریاتو او قناعت وروسته پریکړه وسوه، چي د ۱۳۹۹ کال د غنمو کښت د شیداري د اولي اوبه خورۍ لپاره دي د دهلی بند څخه نن دوشنبه ۹۰ واله اوبو را ایله کړل سي او همدارنګه د جنوبی ارغنداب کانال او ارغنداب رود د اوبو تنظیم او ویش په اړه هم د ټولو اعضاوو قناعت حاصل او ګډه پریکړه وسوه.

 

345 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ددولتي او خصوصي ښوونځيو ترمنځ ذهني سيالۍ ترسره سوې

دغه سيالۍ، چي د امېد افغان په نوم يو خصوصي لېسې د پوهني رياست په ...