د ایران په پلازمېنه تهران کې د هوا د زیاتې ککړتیا له امله وړوکتونونه، ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي دي. ایراني رسنیو د تهران د والي د مرستیال محمد تقي زاده له قوله لیکلي چې د هوا ککړتیا ښایي تر دې هم زیاته شي.
تقي زاده ویلي چې ځانګړې کمېټې د تعلیمي ادارو د تړلو پرېکړه کړې ده. په تهران کې ټول ورزشي فعالیتونه هم لغوه شوي او چارواکو د خلکو نه په ځانګړي ډول د پاخه عمر او ماشومانو نه غوښتي چې له اړتیا پرته دې ښار ته نه ځي.
د ایران د پلازمینې تهران هوا د نړۍ په کچه تر ټولو ککړه ده. د تهران هوا د نومبر د میاشتې له نیمایي راهیسې د هوا د ککړتیا خطرناکې کچې ته لوړه شوې ده.
363 ټول کتل سوی شمېر 31 نن کتل سوی شمېر