مخالف ګوندونه عمران خان ته؛ هسې هم ولس نه یې ټاکلی، ژر تر ژره له دندې استعفا ورکړه

په پاکستان کې د عمران خان مخالف ګوندونه وايي چې نوموړی دې له دندې استعفا ورکړي او له سره دې په دغه هېواد کې ټاکنې وشي.

مخالفو ګوندونو تېره ورځ په اسلام اباد کې خبري غونډه درلوده او ویل یې چې عمران خان ولس نه دی ټاکلی بلکې د بل چا له لوري ټاکل شوی دی نو باید له خپلې دندې استعفا ورکړي.

دوی ویل چې عمران خان دې له دندې ګوښه کړل شي او تر هغه وروسته دې د پوځ له مداخلې پرته ټاکنې وشي. عمران خان په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې یې د مخالفو ګوندونو د لاریونونو په ځواب کې ویلي وو، چې دی خپلې دندې ته ادامه ورکوي او له مخالفینو سره خبرې روانې دي څو په دغه هېواد کې ناندرۍ پای ته ورسېږي.

413 ټول کتل سوی شمېر 22 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ددولتي او خصوصي ښوونځيو ترمنځ ذهني سيالۍ ترسره سوې

دغه سيالۍ، چي د امېد افغان په نوم يو خصوصي لېسې د پوهني رياست په ...