د طالبانو له لیکو د فرار ډيروالی

د طالبانو له لیکو د فرار ډيروالی
په هلمند کې د طالبانو يو شمېر جنګياليو نړۍوالو رسنیو ته ويلي دي چې دوی نور نه غواړي جګړه وکړي ځکه د اسلام په نوم په روانه کړې جګړه کې ګټې د دوی مشران کوي.
د دې جنګياليو په منځ کې ډير يي د هغو طالب مشرانو کسان دي په سويل کې د نشه يي توکو په قاچاق، پروسس او د کانونو په چورتالان کې ښکيل دي.
د دوی يو تن يوې نړۍوالې رسنۍ ته ويلي دي:« موږ يبلې پښې ګرځو راته ويل کيږي چې جهاد فرض دی، سختۍ باید وګالو خو کله چې ژمی کوټې ته ځو هلته د خپلو مشرانو شاهانه ژوند، لوکس موټران او کورونه ګورو نو پوښتنه راته پيدا کيږي چې ولې زموږ سختي او د دوی دا مزې دواړه جهاد دي.»
نوموړی وايي:« د طالبانو د تبلیغاتي برخې د مشر مولوي اميرخان متقي له ورور مولوي سردار سره ووم، موږ ته به ویل کيدل چې دا معادن د جهاد د دوام لپاره باسو تاسو ته پرې وسلې، مهمات، خوراکي توکي او نور وسايل اخلو خو هغه څه به چې موږ ته راکول کيدل د هغه څه په پرتله چې موږ به قاچاق کړي وو په سلهاوو چنده کم وو، یو وارې ما یو کس ته وویل چې ولې داسې کيږي هغه راته وويل چې ځان غلی ونيسه کينې له دولت سره د همکارۍ په تور به لکه مولوی عبدالباري ووژل شې.»
نوموړی د مولوي عبدالباري کیسه کوي:« زموږ يو ملګری مولوي عبدالباري په هلمند کې د نشه يي توکو د لیږد پر مهال کوټې ته ولاړ هلته يي د مولوي سردار ژوند لیدلی وو د بیرته راتګ پر مهال يي ملګري ته ويلي وو چې موږ په څه ذلت کې ژوند کوو، مياشتې کيږي کورنۍ مو نه ده لیدلي خو دوی دلته داسې پاخه کورونه لري،بچيان يي ښونځيو ته ځي، له را رسیدو سره سم د سرغړونو کمیسون ونیوه او په یو ځای کې يي وواژه او پلمه يي دا وکړه چې له دولت سره يي اړيکې لرلې.»
په ورته وخت کې د طالبانو منځنۍ برخه چې په جرمي جګړه کې ښکيله ده تل له وسله والو کسانو څخه د شخصي موخو لپاره کار اخلي.
وحيد« مستعار نوم» د هلمند د موسی کلا اوسیدونکی دی اوس په کندهار کې په آزادو کارو بار لګیا شوی که څه هم ډير زیات ډاریده خو ويل يي پرته له دې چې غږ مې ثبت کړی درته وايم چې ولې.
نوموړي راته وويل:« په هلمند کې زموږ مشر راته وويل چې د يو شتمن زوی باید وتښتوو، موږ دا کار وکړ ځوان هلک مو برمته کړ او د دې هلک ټلیفون مو خپل مشر ته وسپاره، مشر مو ویل چې ددې هلک پلار له دولته پروژې نيسي او کافر دی خو کله چې زموږ مشر دوه لکه ډالر ترلاسه کړل او زما په مخ کې يي يو کس ته ورکړل چې په دوبۍ کې يي ده ورور ته حواله کړي پوی شوم چې موږ دشخصي موخو لپاره کارول کيږو.»
یو بل تن چې اوس په لښکرګاه کې يي دوکان جوړ کړی وايي:« د طالبانو دا شته مشران او لوړپوړي چارواکي ټول په بهر کې تجارتونه لري، هغه پيسې دوی دلته پيدا کوي په متحده عرب اماراتو او پاکستان کې يي خپلو خپلوانو ته ورکوي چې تجارت پرې وکړي، جایدادونه پرې واخلي، زه ډير داسې طالب ولسوالان، والیان او د کميسیونونو مسولین پيژنم چې وروڼه يي بهر ته استولي دي او د کاکا، ماما او خاله د زوی پرمټ ورته له افغانستان څخه په لکونو روپۍ حواله کيږي»
نوموړي د حوالي په اړه وويل:« حواله په دوهم او دریم لاس کيږي،هغه کس چې پيسې تر صراف پورې رسوي او صراف چې حواله کوي دوی ټول پکې خپله فيصدي لري.»

7238 ټول کتل سوی شمېر 32 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ملکي تلفات او طالباني سیاست/ سید عبدالله پاچا

طالبانو د سولې له خبرو سره یو ځای بریدونه نه دي درولي، یا په بل ...