دکندهار ولايت مقام او افغانستان بانک ګډه خبرتيا

دکندهار ولايت مقام او افغانستان بانک ټولو هيوادوالو په خاص ډول کاروباريانو ته خبر ورکوي، چي تر دې وروسته په خپلو ورځنيو معاملاتو کي د بهرنيو اسعارو په خاص ډول پاکستانيو کالدارو پر ځای د افغانيو څخه کار واخلي، ځکه چي افغانۍ زموږ ملي هويت او تر ويج يې د هر افغان ملي مسؤليت دی.

دکندهار ولايت مقام د افغانيو د ترويج او په ورځنيو معاملاتو کي د بهرنيو اسعارو په خاص ډول پاکستانيو کالدارو د مخنيوي لپاره ځانګړې کمېټه جوړه کړې، چي هره ورځ به دعمده پلورنځیو، رهنمایي معاملاتو، دفترونو، موټر پلورنځیو او نورو دوکانونو څخه د پېرلو او پلورولو اسناد ګوري، که څوک وليدل، چي په نورو اسعارو يې راکړه ورکړه کړې، نو قانوني چلند به ورسره کېږي، بيا څوک حق د شکايت نه لري.

159 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

خبرتیا

د کندهار ښاروالۍ ریاست د ۱۵ ناحیو د استوګنی کورونو ، تجارتی مارکیټونو ، دفترونو ...