طالبان سولې ته جوړ نه دي

طالبان سولې ته جوړ نه دي/ سرخط

په هېواد کې د روانې جګړې د پای او سولې ته د رسېدو په برخه کې چې کله هم یو مثبت ګام اخیستل شوی، طالبانو د هرکلی پر ځای ورته په تاوتریخوالي ځواب ورکړی او افغانان یې نه دي پرېيښي چې په وطن کې یې سوله راشي او ارام ژوند وکړي.
همدا تېره اوونۍ ولسمشر غني یو ناڅاپه له بګرام زندانه د انس حقاني په ګډون د طالبانو او حقاني شبکې د دريوو مهمو غړیو د خوشې کولو اعلان وکړ او ویې ویل، سره له دې چې ډېره ورته سخته وه، خو په هېواد کې د سولې تامین، سولې ته د حکومت د ژمنتیا ښوولو، د طالبانو له لوري د افغان ـ امریکايي پوهنتونو د دوو استادانو د خوشې کولو او دغه راز له طالبانو سره د مخامخ بین‌ الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره یې دا ترخه پرېکړه وکړه.
که څه هم ولسمشر د دغې پرېکړې له کبله په کور دننه له سختو نیوکو سره مخ شو، خو طالبانو بیا نه یوازې په دې برخه کې پر خپلو ژمنو عمل و نه کړ، بلکې عملاً یې په هماغه سبا په کابل کې خونړی برید وکړ چې له کبله یې لسګونو عامو وګړیو ته مرګ‌‌ژوبله واوښته.
سره له دې چې د دغه برید مسوولیت چې د پنځلسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې وشو، تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو تېرو تجربو او ورته بریدونو ته په کتو، داسې ښکاري چې طالبانو یا هم حقاني شبکې د ځینو بهرنیو استخباراتو، په تېره بیا د پاکستان د ای‌ايس‌ای ادارې په مستقیمه لارښوونه کړی وي.
وسله‌والو طالبانو یوازې د سولې په برخه کې د افغان حکومت او نړیوالو متحدانو د دغه مثبت ګام ځواب په ترهګري او تاوتریخوالي نه دی ورکړی، بلکې تر دې وړاندې چې له یوې خوا په متحده عربي اماراتو او قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرې روانې وې، بل ‌خوا دې ډلې په افغانستان کې جګړې ته زور ورکړ. دا په دې مانا چې طالبانو غوښتل د پردیو په اشاره د سولې په مذاکراتو کې ډېر امتیاز تر لاسه کړي، خو نه یوازې دا خوب یې رښتیا نه شو، بلکې شاوخوا لس میاشتنۍ د اوږدو خبرو پایله یې هم په اوبو لاهو شوه.
د دې تر څنګ، کله چې هم افغان حکومت طالبانو ته د سولې وړاندیز کړی او هغوی یې د جګړې پر ځای، د سولې مېز ته رابللي، دغې ډلې په تاوتریخوالي ځواب ورکړی او هېڅکله یې نه یوازې په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خپله فرصت برابر کړی، بلکې د افغان حکومت، امریکا او نورو سیمه‌یزو او نړیوالو هېوادونو له لوري شته فرصتونه یې هم په لغته وهلي او اجازه یې نه ده ورکړې چې د سولې په اړه د افغانانو خوبونه رښتیا شي.
واقعیت دا دی چې طالبان په ټوله کې خپلواک نه دي او د سیمې د ځینو هېوادونو د استخباراتو تر څنګ، د پاکستان له لارښوونې او خوښې پرته د جګړې او سولې لپاره یو ګام هم نه‌شې اخیستای. د درې طالب بندیانو او د افغان ـ امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د تبادلې په برخه کې د طالبانو له لوري را منځ ته شوی خنډ او ځنډ هم د پاکستان په مستقیمه لارښوونه شوی، ځکه د طالبانو په لیکو کې هم اوس بې‌حده اختلافات پیدا شوي او تر څنګ یې له حقاني شبکې سره هم چندان رښتینې نه ‌دې روان او پاکستان نه غواړي د طالبانو هغه ډلې چې مستقیماً یې تر لاس لاندې نه دي یا یې هم ښې موخې او ګټې نه‌شې تامینولای، له افغان حکومت او امریکا سره د سولې په خبرو کې یو ګام مخکې شي یا هم لږ تر لږه یې تر منځ اړیکې ورغول شي.
خو په هېواد کې د روانې پردۍ جګړې پای ته رسول او د سولې راتلل د افغانانو تر ټولو ستره هیله او غوښتنه ده. طالبان او نورې ترهګرې ډلې باید نور پر افغانانو روانه تپل شوې جګړه پای ته ورسوي، د جګړې پر ځای، سولې ته لومړیتوب ورکړي او د پردیو هېوادونو د موخو او ګټو د خوندیتوب پر ځای، د خپل هېواد او خلکو هغو د تامین لپاره کار وکړي. روانه جګړه به بالاخره یوه ورځ پای مومي، خو ښه دا ده چې نور د افغان وژنې دا اوږده لړۍ ژر پای ته ورسول شي او افغانان ارام ژوند او پرمختګ ته چې ځینې ګاونډي هېوادونه یې نه غواړي، پرېښوول شي.

995 ټول کتل سوی شمېر 84 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ددولتي او خصوصي ښوونځيو ترمنځ ذهني سيالۍ ترسره سوې

دغه سيالۍ، چي د امېد افغان په نوم يو خصوصي لېسې د پوهني رياست په ...