یوناما دفتر پر ځان د بې طرفۍ نه ساتلو تورونه رد کړل

یوناما د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندیدانو د شورا دا تور رد کړ چې ګنې یوناما خپله بې طرفي نه ده رعایت کړې. د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو شورا په یوه لیک کې ویلي، یوناما د ځینو ځانګړو موضوعاتو په تړاو د خپلې بې طرفۍ په ساتلو کې پاتې راغلې ده.

دې شورا تېره ورځ یوناما ته په استولي لیک کې ویلي چې ملګري ملتونه باید د خپلو ټاکل شوو اصولو له مخې په ملي او نړیوالو چارو کې خپله بې طرفي وساتي. په لیک کې ویل شوي، چې د کاندیدانو شورا وړاندې هم په شفاهي او کتبي ډول له یوناما غوښتي و چې د تېرو ټاکنو اعتبار او روڼوالی وارزوي.

د کاندیدانو شورا دا لیک وروسته له دې ملګروملتو ته استولی چې ملګروملتو د تېرې چهارشنبې په ورځ یو وار بیا د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه وغوښتل چې د خپل یوه کمیشنر مولانا عبدالله تورونه په عادلانه ډول وڅېړي.

379 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

تر سولي وروسته راتلونکي لپاره د ځوانانو، ښځو او سپین ږیرو ترمینځ بحث ترسره سو

د یادي موضوع اړوند په کندهارکي د ځوانانو، ښځو او سپین ږیرو ترمینځ شپږ ورځنی ...