کندهارکي د برېښنا نه شتون او سوړ بازار دحجارۍ کاروبار زيانمن کړی

د اسحاق پېروز په نوم د حجارۍ د پروسس په فابريکه کي له روخام ډبري څخه نه يواځي د کورونو او دفترونو لپاره ښکلاييز توکي، ګلدانۍ، مېزونه او د خوړو بېلابېل لوښي جوړيږي، بلکي د ودانيو د فرشولو لپاره هم ښکلي صيقل سوي ډبري توليدوي.

ددې فابريکې مسولين وايي، چي د برېښنا نه شتون، پرلپسې پرچاویو او سوړ بازار يې کاروبار له رکود سره مخ کړی دی.

په کندهار کي د رخام ډبري د پروسس دې فابريکې ته د هلمند له دېشو ولسوالۍ څخه روخام ډبري راوړل کيږي او له توږلو وروسته ورڅخه ښکلي توکي جوړيږي.

ددې فابريکې د هنري توکو او مصنوعاتو مسول محمد سليم کندهار راډيوتلوېزيون سره خبرو کي وویل، چي، اوس مهال په دې فابريکه کي له رخام ډبري څخه د کورونو او دفترونو لپاره ښکلاييز توکي، ګلدانۍ، مېزونه او د خوړو بېلابېل لوښي جوړوي، چي ډېر لوړ کيفيت لري او په ټول هيواد کي يې مينه وال پيداکړي دي.

هغه د خپلو کارونو په وړاندي د برېښنا نشتوالى لويه ستونزه وګڼل او وې ويل چي د ماشينرۍ د چلولو لپاره له جنراتورونو کار اخلي، چي دې چاري يې لګښتونه لوړ کړي دي.

نوموړي له دولت څخه وغوښتل چي د برېښنا تر څنګ دي د هغوئ توليداتو ته نړيوال مارکېټ هم پيدا کړي.

خپله د حجارۍ ددې فابريکي کارکوونکي وايي، د افغانستان د رخام ډبري ځانګړتيا دا ده چي ښکلى رنګ لري او د هينداري په څېر د شفاف کېدو وړتيا لري، چي په همدې بنسټ يې مينه وال پيداکړي او خلک ورته د ډول ډول هنري لوښو جوړولو پرمايشونه ورکوي.

د کندهار ښار اوسېدونکي هم وايي چي اوس مهال ډېر خلک د ودانيو د جوړولو پر مهال له رخام ډبري کار اخلي، او ډېره زياته ښکلا لري.

دوئ وايي، چي خلک د خپلو کورونو دفترونو او مېلسمتونونو د زينت لپاره د روخام ډبرو جوړ مصنوعات اخلي او خپل د استوګني ځاينونه په ښايسته کوي.

د يادوني وړ ده، چي د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه په وخت په ۱۳۴۱ لمريز کال کي د روخام ډبرو د پروسس لپاره د لښکرګاه  د رخام دستګاه تاسيس سوه، خو ددې فابريکې توليد ډېر کم وو.

خو څوکلونه مخکي دلته کندهار کي هم دغه ډول فابريکه فعاله سوه او د بېلابېلو زينتي ډبرو څخه ښکلاييز توکي جوړوي، چي د هيواد په ډېرو ولايتونو کي ګرم بازار لري.

خبریال: رحيم الله رحيمي

538 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

تر سولي وروسته راتلونکي لپاره د ځوانانو، ښځو او سپین ږیرو ترمینځ بحث ترسره سو

د یادي موضوع اړوند په کندهارکي د ځوانانو، ښځو او سپین ږیرو ترمینځ شپږ ورځنی ...