پاکستان کې د تندر پرېوتو له امله ۲۷ تنه مړه شوي

د پاکستان د سېند ایالت په بېلا بېلو سیمو کې د تندر پرېوتو او تېزو بارانونو له امله ۲۷ کسان مړه شوي دي.

د سېند صوبايي حکومت ویاند سعید غني ویلي، چې انتظامیې سیمه کې بېړنی حالت اعلان شوی او ژغورونکې ډلې تهر ريګستان سيمې ته رسېدلي دي. نوموړي وویل، د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان د تندر او ودانیو پریوتو په پېښو کې ټپیان شوي او اوسمهال په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

ویل کېږي چې د مرګ ژوبلې شمېر ښايي تر دې هم زیات شي. ددې بارانونو او تندر پریوتو له امله سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي.

622 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

تر سولي وروسته راتلونکي لپاره د ځوانانو، ښځو او سپین ږیرو ترمینځ بحث ترسره سو

د یادي موضوع اړوند په کندهارکي د ځوانانو، ښځو او سپین ږیرو ترمینځ شپږ ورځنی ...