هلمند والي: ترعملیاتو وروسته تصفیه سوو سیموته پرمختیايي پروژې انتقالوو

د هلمند والي د یوې خبري ناستي په ترڅ کي وویل، په هغو سیمو کي به سمدستي پرمختیايي پروژې پل کړي، چي د عملیاتو پر مهال تصفیه کیږي.

دی وايي: دغه پرمختیايي پروژې به د کرني ، انکشاف دهات او عامي روغتیا وزارتونو له خوا پلي سي.

د هلمند والي محمد یاسین خان په داسي حال کي ، چي د سکتوري ادارو ریسان هم ورسره وه  خبریالانو ته نوو ژمنه سوو پروژو په تړاو مالومات ورکړه.

ده وویل : له وزارتونو سره يي کابل کي ځانګړي ناستي کړي دي ، او په تشکیلاتي ، اقتصادي او روغتیايي برخه کي د بنسټيزو پروژو ژمني ورسره سوي دي ، چي د ځینو کارونه به راتلونکی کال پیل سي.

یاسین خان وايي : په هغو سیمو کي چي تازه د امنیتي ځواکونو له خوا تصفیه کیږي ، سمدستي به د ولسي تړون له اړخه پکي پرمختیايي پروژې پلي سي ، چي په هغو کي یوه تر ټولو مهمه د ناوې ولسوالۍ څخه تر خانشینه د ۱۰۵ کیلومتره په اوږدوالي کانال جوړونه ده ، چي له امله به يي یولک او شل زره هکتاره مځکه خړوبه سي.

دغه راز د هلمند و الي وویل : په نهرسراج او نادعلي ولسوالیو کي به پنځوس بستریزه روغتونه جوړ سي ، چي او همدارنګه به د هلمند د معتادینو سل بستریز روغتون به تر دوه سوه بستره لوړ سي.

د هلمند والي د کرني په برخه کي هم د یو شمېر پروژو یادونه وکړه ، چي د ده په وینا د سړو او شنو خونو جوړونه د دې ولایت د کرونده ګرو تر ټولو اساسي اړتیا ده ، چي په دې اړه وزارت ورسره د ګټورو پروژو ژمنه کړې ده.

دا پداسي حال کي ده ، چي د هلمند خلک جګړې سخت ځپلي دي ، تر دولتي کنټرول لاندي راغلي سیمو اوسیدونکي له دولت څخه تل د پرمختیايي پروژو او خدمتونو غوښتنه کوي.

خبریال :عبدالرحیم مطمین

412 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

تر سولي وروسته راتلونکي لپاره د ځوانانو، ښځو او سپین ږیرو ترمینځ بحث ترسره سو

د یادي موضوع اړوند په کندهارکي د ځوانانو، ښځو او سپین ږیرو ترمینځ شپږ ورځنی ...