زراعتي ولايت کندهار لا هم د کرنيز لابراتوار څخه بې برخي دی

د کندهار کروندګر او باغداران وايي، د باغونو او کروندو د امراضو د علاج لپاره نه ورته معلومیږی چي کم ځای او چاته مراجعه وکړي.

بل خوا د غیر مسلکي کسانو له لوري باغدارانو ته بې کیفیته دوا ورکول یې سمسورو باغونو ته د ګټي پر ځای تاوان اړوي.

په کندهار کي د کرنیزو محصولاتو امراض د زیاتوالي په حالت کي دي چي دبزګرو باغونه او کروندې خرابوي.

د کندهار د انارو، انګورو او بیلا بیلو نورو مېوو باغداران وايي، د امراضو د مخنيوي لپاره هیڅ لاره چاره نه ور معلومیږي او د بازار دواوي یې باغونه او کروندې دښه والي پرځای خرابي کي.

دغه بزګران وايي، د زراعت ریاست او په دې برخه کي مؤسیساتو ورته هیڅ ډول زمینه نه ده برابره کړې او نه یې هم د امراضو د مخنيوي کومه طریقه ښودلې ده.

بل خوا د زراعتي توکو د ترویج د مرکز انجینران وايي د زراعتي دوا زیات استعمال، د بهرنیو غلو دانو واردېدل او د مسلکي کسانو نشتون ددې لامل سوی، چي ورځ تر بلي زراعتي امراض زیات کړي.

دغه انجینران وايي، زراعتي دوا زهري ترکیب لري چي په استعمال سره یې نباتاتو، حیواناتو او انسانانو ته زیات ضرر رسیږي چي په خبره یې د جدي ستونزي په وخت کي باید په مسلکي ډول وکارول سي.

دا د کندهار په بازار کي د حیواني او کرهنیزو دواو شرکتونه دي چي په غیر مسلکي ډول دواوي پلوري دغه دوا پلورونکي وايي چي دوی ته د زراعت ریاست له لوري جوازونه ورکول سوي خو وايي چي زده کړي یې نه دي کړي.

هغوی ادعا کوي چي ازاد بازار دی نو کولای سي چي په هر ډول دواوي وپلوري.

دا راز د زراعت رئیس حافظ الله سعیدي وايي چي د اقلیم بدلون نباتي امراض زیات کړي خو دوی یې د مخنيوي پر لارو چارو کارکوي چي په خبره یې تر دا مهاله هیڅ کرهنیز لابراتوار نسته خو ښايي په راتلوونکي یو دولتي او بل شخصي لابراتوار جوړ سي.

سعیدي وايي چي پر سرحدونو یې د بې کیفیته دوا مخنيوی کړی، خو په خبره یې پر نورو قاچاقي لارو بې کیفیته دوا واریدیږي چي دوی یې په مخنيوي کي پاته راغلي دي.

د هغه په خبره، پر زراعتي دوا پلورونکو یې د مسلکي کسانو ګمارل او د دوا کفیت ساتل لازمي کړی خو لا هم نه دي توانیدلي چي دغه ستونزه په بشپړ ډول له منځه یوسي.

د کندهار د شمالي ولسوالیو اينځر، د لویدیځو او منځنیو ولسوالیو انار او انګور او د ختیځو ولسوالیو خټکي او نور کرهنیز محصولات چي نړیوال شهرت لري د نه پاملرني له امله ښايي خپل ارزښت د لاسه ورکړي.

خبریال: احمدشاه شاداب

454 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

تر سولي وروسته راتلونکي لپاره د ځوانانو، ښځو او سپین ږیرو ترمینځ بحث ترسره سو

د یادي موضوع اړوند په کندهارکي د ځوانانو، ښځو او سپین ږیرو ترمینځ شپږ ورځنی ...