د یوې قوي ادارې او مدیریت په رامنځته کیدو سره کیفیت پراختیا مومي

دا څرګندوني د پوهني رئیس پوهنیار محب احمد روښان د هغه ورکشاپ په پیل غونډه کي وکړې، چي د کندهار، زابل، هلمند او روزګان ولایتونو د ښوونځیو د امرینو او ښوونکو د پاره د ښوونکو د عالي مؤسسې په ریاست کي جوړ سوی و.

یاد ورکشاپ چي د برتیش کونسل د ادارې لخوا جوړ سوی و پکښي (۱۰۰) تنو د ښوونځیو امرینو او (۱۰۰) تنو ښوونکو برخه اخیسته وه.

د یاد ورکشاپ د پیل غونډي پر مهال د پوهني د رئیس پوهنیار محب احمد روښان ترڅنګ دپوهني رياست د عمومي زده کړو امر محمد طاهر ایوبي، د ښوونکو د روزني د عالي مؤسسې رئیسه رڼا هوتکي، د برتیش کونسل د دفتر استازي حمید اصغري، ماسټرټرینرانو، د کندهار، هلمند، زابل او روزګان ولایتونو د بیلابیلو ښوونځیو امرینو او ښوونکو برخه اخیسته وه.

په پیل کي حمید اصغري د ورکشاپ د جوړیدو په اړوند وویل یاد ورکشاپ چي څلور ورځي به دوام ولري موخه یې دښوونځيو د امرينو د قوي مدیریت او وړ رهبرۍ د ظرفیت د لوړیدو ترڅنګ د شهري ژوند سره بلدتیا او په یاده برخه کي د معلوماتو شریکول دي.

دغه راز د ښوونکو د پاره د انګلیش د مضمون د تدریس د اساسي بنسټونو د تشریح ترڅنګ د شهري ژوند سره د هغوی بلدتیا او معلومات ترلاسه کول دي، ترڅو وکولای سي د تدریس پر مهال ورڅخه سالمه ګټه پورته کړي.

دغه راز نوموړي زیاته کړل ددې ترڅنګ به یادي ښوونځی په نړیواله سطحه د بیلابیلو ښوونځیو سره وصل کړو، ترڅو د متقابله تدریسي میتودونو د تجاربو څخه ګټه پورته کړي.

ورپسې د پوهني رئیس پوهنیار محب احمد روښان خبري وکړې، نوموړي لومړی راغلو ماسټر ټرینرانو او د ولایاتو امرينو او ښوونکو ته تر ښه راغلاست وروسته وویل دا ډیر د خوښۍ ځای دی چي د ښوونځیو امرینو ته د مرکز کابل څخه د باتجربه ښوونکو لخوا د رهبرۍ ترڅنګ د تدریسي میتودونو په اړوند معلومات او پوهاوی ورکول کیږي.

ښاغلي روښان د ورکشاپ پر ګډون کوونکو ږغ وکړ چي د راغلو ماسټر ټرینرانو د تدریس، معلوماتو او تجاربو څخه سالمه ګټه واخلي ترڅو وکولای سي په خپلو برخو کي یې عملي او تر نورو پوري یې ورسوي.

دغه راز یې زیاته کړل که چیري په یوه اداره کي قوي رهبري نه وي هغه نسي کولای خپلو موخو ته ځان ورسوي او زده کوونکي په وړ زده کړه سمبال کړي، نو ددې د پاره چي په راتلونکي کي مو د قوي رهبرۍ ترڅنګ باکیفیته زده کړیز ماحول رامنځته کړی وي باید د ورکشاپ څخه سالمه ګټه پورته کړو .

353 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

تر سولي وروسته راتلونکي لپاره د ځوانانو، ښځو او سپین ږیرو ترمینځ بحث ترسره سو

د یادي موضوع اړوند په کندهارکي د ځوانانو، ښځو او سپین ږیرو ترمینځ شپږ ورځنی ...