د کمانډو ځواکونو عمومي قومندان: له وسلوالو مخالفينو يې جګړه ګټلې ده

د شنبې په ورځ د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو د کمانډ‌و ځواکونو د خاصو عملياتو د ۴ لوا څخه په لومړي ځل ۲۰۰ تنه کمانډو افسران، بريدملان او سربازان تر ۳ مياشتنيو نظامي زده کړو وروسته فارغه سوه.

د هيواد د کمانډو ځواکونو عمومي قومندان ډګرجنرال محمدفريد احمدي سرتېرو ته په خطاب کي وويل، په ټول هيواد کي دښمن له پښو غورځول سوی او د کمانډو ځواکونو د سختو عملياتو پًه نتيجه کي موده وړاندي ۷۰۰ تنه داعشيان د خپلو کورنيو سره افغان حکومت ته تسليم او د ملي اردو په ليکو کي جلب کړل سوه.

د دغه فراغت غونډي په پيل کي د کمانډو ځواکونو د مکتب رئيس ارکان خبري وکړې او يادونه يې وکړه، چي په لومړي ځل يې په کندهار کي ۲۰۰ تنه د کمانډو ځواکونو افسران، بريدملان او سربازان تر ۳ مياشتنيو زده کړو وروسته فارغه او له دې وروسته به عملً د جګړې په ډګر کي د دښمن په وړاندي جنګېږي.

د کمانډو ځواکونو د ۴ لېوا د خاصو عملياتو قومندان ډګرمن همراګل وويل، فارغه سوو کوبرا او کمانډو ځواکونو ته يې بېلابېلي عملي او نظري زده کړي ورکړي او تمه ده، چي د هيواد نامرده دښمن به د خپلي پاکي خاوري څخه د دفاع په موخه له منځه وړي او خلک به يې له شره خلاسوي.

د سرتېرو په استازي توب جګړن عصمت الله خبري وکړې او د خپل هيواد خلکو او خاوري څخه د دفاع په موخه يې خپلو ټول هيوادوالو ته ډاډ ورکړ، چي د ژوند تر وروستيو سلګيو پوري به د دښمن په وړاندي جنګېږي او د خپل هيواد د ډاډمن امنيت او سولي لپاره به شپه او ورځ پر ځان يوه کوي.

جګړن ډاډ وښود، چي د خپلو ۳ مياشتنيو زده کړو پرمهال په ټولو سلاح و او تجهيزاتو په پوره ډول پوه سوي او هيڅ ډول ستونزه نه لري، نو ځکه له دې وروسته به د هيواد د کمانډو په ځواکونو په ليکو کي په افتخار سره دنده مخ ته وړي.

وروسته د افغانستان د کمانډو ځواکونو د قومندانۍ قومندان محمدفريد احمدي خبري وکړې او د سرتېرو پر لوړ مورال، پياوړې اراده، ښه مسلکيتوب او هيوادنۍ ميني يې ټينګار وکړ.

ده يادونه وکړه، چي د هيواد په ټولو برخو کي دښمن د کمانډو ځواکونو د پياوړو عملياتو په ترڅ کي له پښو غورځول سوی او دا مهال د سوشل ميډيا له لاري تش تبليغات ورته پاته دي، څو د خلکو زهنونه خراب کړي.

ښاغلي احمدي وويل، دامهال کمانډو ځواکونو په ټول هيواد کي ځانګړي عملياتونه مخ ته وړي او هره ورځ له خورا برياليتوبونو سره مخ دي، ځکه په تېرو څو ورځو کي يې د طالبانو له ۷۰ زندانونو څخه ۷۰۰ تنه بې ګناه هيوادوال ازاد کړي او د وسلوالو مهم کسان لکه، ولسوالان، قومندانان او واليان يې وژلي دي.

نوموړي وسلوالو طالبانو ته په خطاب کي وويل، چي د هيواد جګړه نوره افغان زمريانو او کمانډويانو ګټلې ده، نو پکار نه ده، چي وسلوال دي د خپلو بهرنيو بادارانو په لمسون بې ګناه افغانان ووژني، خو که له دې کړني لاس وانخلي د ده په خبره، افغان ملي، امنيتي او دفاعي ځواکونه به ورباندي رحم ونه کړي.

هېره دي نه وي، چي د غونډي په وروستيو کي فارغه سوو سرتېرو ته فراغت ليکونه، يو شمېر کسانو ته ترفېع ګاني، ځينو ته ستاينليکونه او ډېرو ته بيا نقدي مکافات ورکول سوه او د هيواد، خاوري او خلکو د دغه درانه خدمت کولو په موخه مننه او قدردانی ورڅخه وسو.

خبریال: روزالدين ايازي

2298 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

تر سولي وروسته راتلونکي لپاره د ځوانانو، ښځو او سپین ږیرو ترمینځ بحث ترسره سو

د یادي موضوع اړوند په کندهارکي د ځوانانو، ښځو او سپین ږیرو ترمینځ شپږ ورځنی ...