دولايت مقام مرستيال:د نن ورځي محصل دسبا ورځي رهبر او دهيواد جوړوونکی دی

نوموړي دغه څرګندوني د شنبې په ورځ د محصل د ورځي په لمانځل غونډه کي وکړې.

دغه غونډه، چي په کندهار پوهنتون کي ترتيب سوې وه، پرمهال يې د ولايت مقام د مرستيال ترڅنګ د کندهار پوهنتون رئيس، استادانو، محصلينو، ځوانانو او مېرمنو ګډون کړی وو.

غونډي ته د پيل پرمهال د محصلانو ټولني رئيس راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ محصلينو ته د دوئ د ورځي مبارکي وويل او خوښي يې وښودل، چي کندهار پوهنتون يوځل بيا د دغسي پرتميني غونډي کوربتوب کوي.

په ورته وخت کي د کندهار پوهنتون رئيس هم د خپلو خبرو پرمهال محصل د ټولني اميد او روښانه راتلونکی وبلی او زياته يې کړه، چي محصل هغه څوک دی، چي د هيواد د ښه راتلونکي په موخه د ژوند له سختو کړاوونو سره مبارزه کوي.

دغه راز د ولايت مقام مرستيال هم خبري وکړې او د هيواد ټولو محصلينو او د هغوئ استادانو ته يې د دوئ د ورځي مبارکي وويل.

ښاغلي منيب وويل، محصلين د هيواد د روښانه راتلونکي زېري ورکوونکي او له بحراني حالت څخه د هيواد د ژغورلو څراغان دي، چي په خبره يې هغوئ بايد له هر ډول سياسي او سيمه ييز چلند څخه خلاص او خپلو درسونو ته پاملرنه کوونکي وي.

نوموړي له محصلينو غوښتنه وکړه، چي د پوهنتون ټولو اصولو او مقرراتو ته د درناوي ترڅنګ خپلو درسونو ته پوره پاملرنه وکړي او په دغه برخه کي زحمت وګالي.

د ولايت مقام مرستيال وويل، افغان او په ځانګړي ډول کندهاري ځوانان د ښه استعداد خاوندان دي، نوموړي ټينګار وکړ، چي د سيالانو په ليکه کي د هيواد د بيا درولو لپاره ټول لاسونه سره ورکړي او خپلو درسونو ته په پوره دقت ادامه ورکړي.

په غونډه کي محصلينو هم ويناوي وکړې او د خپلو خبرو پرمهال یې له مسؤلينو څخه مننه وکړه، چي د دوئ د هڅوني په موخه يې د دوئ ورځ په شانداره مراسمو سره ولمانځل.

هغوئ غوښتنه کول، چي د محصلينو د ظرفيت لوړولو په موخه دي لا هم بېلابېل پروګرامونه پر لاره واچول سي.

پاته دي نه وي، چي د غونډي په وروستيو کي د ترانو او مقالو ترڅنګ د بېلابېلو ورزشي لوبو نمايشونه هم ترسره سوه.

442 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

تر سولي وروسته راتلونکي لپاره د ځوانانو، ښځو او سپین ږیرو ترمینځ بحث ترسره سو

د یادي موضوع اړوند په کندهارکي د ځوانانو، ښځو او سپین ږیرو ترمینځ شپږ ورځنی ...