امریکایي جنرال: طالبان لا هم له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې لري

امریکایي پوځي چارواکي وایي، چې له طالبانو سره د سولې د خبرو پیل باید په افغانستان له سرتاسري اوربند سره مشروط شي.

افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخواني قومندان او د سي آی اې مخکني مشر ډیویډ پیتریوس ویلي، چې طالبان لا هم له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې لري او له ژمنو سره سره یې په دې برخه کې عملي اقدام نه دی کړی.

دغه ورځپاڼه وايي که له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پيلیږي، نو په ټول افغانستان کې سرتاسري اوربند باید د یوه شرط په توګه طالبانو ته وړاندې شي. ورځپاڼه وايي په افغانستان کې د طالبانو ترڅنګ د القاعده او داعش ډلې ګواښونه مخ په زیاتېدو دي او امریکا ته پکار ده چې له افغانستان څخه تر وتلو وړاندې ځان باوري کړي چې دغه جنګیالۍ ډلې بیا افغانستان ته نه راګرځي.

واشنګټن پوسټ وايي د ټرمپ له لوري له طالبانو سره د سولې خبرو تر ځنډېدو وروسته د سولې خبرو ته د طالبانو لېوالتیا زیاته شوې خو په دې برخه کې باید احتیاط وشي.

373 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

تر سولي وروسته راتلونکي لپاره د ځوانانو، ښځو او سپین ږیرو ترمینځ بحث ترسره سو

د یادي موضوع اړوند په کندهارکي د ځوانانو، ښځو او سپین ږیرو ترمینځ شپږ ورځنی ...