ولايتي شورا:په ښارکي د سړکونو اوجادو بندښت ولس په ستونزوکي اچولی

د ولايتي شورا رئيس او غړي وايي د ښار په داخل کي د يو شمېر مهمو سړکونو او واټونو بندول ولس ته سرخوږی جوړ کړی او د سړکونو او جادو پراخوالي ورته هيڅ ګټه نه ده کړې.

هغوئ وايي د ولايت مقام مخ ته د عيدګاه جادې عمومي سړک ولايت ته د مېلمنو د راتګ په وخت کي د ترافيکو پر مخ بنديږي او د امنيه قوماندانۍ او ملي امنيت رياست مخ ته د شهيد سترپاسوال عبدالرازق اڅګزي جاده بيا يو مخ د ترافيکو پرمخ بنده سوې، چي دې ستونزو ولس تر پوزي راوستلی دی.

د ولايتي شورا په غونډه کي پر يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم بحث وسو او د حل په موخه ئې لازم تصاميم ونيول سوه.

په ښارکي د عمومي سړکونو او جادو د بندېدو په تړاو د ولايتي شورا غوصه راپارېدلې،

د شورا رئيس او غړي وايي د ښار د سړکونو او جادو پراخوالي ولس ته هيڅ ګټه نه ده کړې، ځکه په وينا ئې د ښار يو شمېر مهم سړکونه او جادې زيات وخت د ولس پر مخ تړلي وي.

د ولايتي شورا دې غونډي ته کندهارښاروال هم رابلل سوی وو او د ښار د سړکونو د وضعيت، پرمختيايي پروژو او ګڼ شمېر نورو موضوعاتو او د ولس د ستونزو په تړاو يې ورسره بحث وکړ.

د ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکريزوال وايي کندهارښاروال د خپلو کارونو او پلانونو په تړاو ورته بشپړ توضيحات ورکړي او د ستونزو د حل ژمنه ئې وکړه.

د شورا په غونډه کي د افغانستان بانک ولايتي مرستيال هم ګډون کړی وو او د شورا څخه ئې د افغانۍ د مروج کېدو په برخه کي د مرستي غوښتنه وکړه.

د ولايتي شورا رئيس وايي کندهارښار کي تر ډيره اوس کاروبار په افغانۍ اوښتی خو بولدک ولسوالۍ کي لا هم افغانۍ ته چنداني ارزښت نه ورکول کيږي؛ هغه له امنيتي ځواکونو وغوښتل، چي د افغانۍ د مروج کېدو په برخه کي مرسته وکړي.

په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو استازي روح الله خانزاده هم د ولايتي شورا په غونډه کي برخه اخيستې وه او د شورا سره ئې د کندهار پر اساسي ستونزو او غوښتونو بحث وکړ.

خبریال: ولي محمد انوري

371 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکي د برېښنا نه شتون او سوړ بازار دحجارۍ کار و بار زيانمن کړی دی

د اسحاق پېروز په نوم د حجارۍ د پروسس په فابريکه کي له روخام ډبري ...