د شپږمي ناحیې اوسېدونکو ولایتي ادارې سره خپلي ستونزي شریکې کړې

د کندهارښار اړوند دشپږمې ناحیې یو شمېرمشرانو د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب سره خپلي ستونزي شریکې کړې،چي پرمهال یې د اقتصاد رئيس ګل محمد ارین هم ګډون درلود.

راغلو مشرانو په شپږمه ناحیه کي دعمومي سړک رغول خپله عمده غوښتنه یاده کړه او ترڅنګ یې د هدیرې جوړولو، روغتیا او کرهڼي په برخه کي خپلي ستونزي ولایتي ادارې سره شریکې کړې.

د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب دراغلو مشرانو څخه مننه وکړه، چي وخت پر وخت خپلي ستونزي ولایتي ادارې سره شریکوي، څو په پوره همغږۍ امکاناتو ته په کتو حل ومومي.

ښاغلي منیب د راغلو مشرانو د ستونزو تر اورېدو وروسته د ټلیفون په کرښه کندهار ښاروال ته لارښوونه وکړه، چي شپږمه ناحیه کي د سړک رغولو ته جدي پاملرنه وکړي.

همدارنګه یې یادونه وکړه، ولایتي اداره د لومړیتوبونو پر اساس د ښار او ولسوالیو په کچه متوازن انکشاف ته ژمنه ده څو ټول ولسونه د لازمو اسانتیاوو ترڅنګ د ژوند له اساسي حقونو څخه برخمن سي.

د ولایت مقام مرستیال د پوهني، کرهڼي، اقتصادي پیاوړتیا، روغتیايي خدماتو او بېلابېلو برخو کي ولسونو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او له هغوی څخه یې غوښتنه وکړه، چي په پوره یووالي خپلو سیمو کي د پروژو تطبیق ته زمینه برابره کړي.

266 ټول کتل سوی شمېر 15 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکي د برېښنا نه شتون او سوړ بازار دحجارۍ کار و بار زيانمن کړی دی

د اسحاق پېروز په نوم د حجارۍ د پروسس په فابريکه کي له روخام ډبري ...