د تري جي اکاډيمۍ څخه ۱۱۰ تنه فارغ سول

ياد تعليمي مرکز دانګليسي او کمپيوټر په برخه کي ځوانانو ته دزده کړي زمينه برابره کړې، چي په دې برخه کي يې ګڼ شمير ځوانان روزلي او ټولني ته وړاندي کړي دي.

ديادو تنکيو ځوانانو دفراغت په جوړو سوو مراسمو کي دتري جي اکاډيمۍ مسئول رشيدي وويل، چي يادو ځوانانو کي ۲۵ تنه دکمپيوټر او پاته نور دانګليسي ژبي له زده کړي فارغه سوي چي دژباړي په برخه کي به مثبت اغيز ولري.

دغه راز دولايت مقام دبشري منابعو رئيس جاويد احمد سلطاني او دپوهني رياست دښاري ښونځيو آمر هم ديادو ځوانانو څخه وغوښتل، چي نوري زده کړي هم وکړي او ټولني ته خدمت وکړي.

ديادوني وړده، چي کندهارکي دانګليسي ژبي او عصري زده کړو لسګونه تعليمي مرکزونه سته، چي زرګونه ځوانان پکښي په زده کړو بوخت دي.

خبریال: نثاراحمد احمدي

1062 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکي د برېښنا نه شتون او سوړ بازار دحجارۍ کار و بار زيانمن کړی دی

د اسحاق پېروز په نوم د حجارۍ د پروسس په فابريکه کي له روخام ډبري ...